افغانستان

د قطر او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه ټلیفوني خبري کړې

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، غویي۲۴، ۱۴۰۲ل): د قطر او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه ټلیفوني خبري کړې.

د قطر هیواد د بهرنیو چارو وزارت وایي چې محمد بن عبدالرحمن ال ثاني تېره ورځ له خپل امریکایي سیال انتوني بلېنکن سره د ټلیفوني اړیکې په مهال افغانستان کې د وروستیو مختګونو په تړاو خبري کړې.

یاد وزارت همدارنګه زیاته کړې چې د خبرو په مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د قطر د مرستو د ستایني سربېره د یادو مرستو په دوام ټینګار کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx