افغانستان

کندز: طالبان وايي له ۷ کلیو نه مو اربکیان شړلي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دوی د خیبر عملیاتو په لړ کې د کندوز په خان اباد او مکرز ته څېرمه سیمو کې ۷ کلي له اربکیانو پاک کړي دي.

ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی ملګرو پرن د سهار له نهو بجو تر نږدې ماښامه په سوجیاني، بوز، دولتیار، سنګ ګوش، جان قطغن، تیجري او دروازه کن کلیو کې عملیات کړي دي. او په پایله کې اربکیان تېښتې ته اړ کړي دي.

پر دې سربېره طالبان وايي چې د کندز ولایت په دشت ارچې ولسوالي کې ورسره درې تنه اربکیان یوځا شوي دي.
ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویلي دي چې محمد نبي، عبدالرحمن، او غلام نبی تېره ورځ مازیګر مهال په سیمه کې له دوی سره یو ځای شول.

د کندوز سیمه ایز چارواکي د دې ولایت په اړه اندېښمن دي او وايي چې هلته طالبان شېبه پرشېبه مخ پر وړاندې ځي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د کندز په چهار دره ولسوالي کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ په اوږده جګړه کې دواړو خواوو د ګڼ شمېر مرګ ـ ژوبلو دعوې وکړلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x