ادبي لیکنيپښــــتو ادب

حریت فکري روزنه؛ پر «امارت پېژندنه» بحث او اونیزه مشاعره وشوه

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، غویي۲۵، ۱۴۰۲ل): حریت فکري روزنه؛ چې د انلاین او چاپي خپرونو تر څنګ اونیزې ناستې هم لري، د دې اونۍ په ناسته کې پر نوي چاپ شوي کتاب «امارت پېژندنه» بحث او په پای کې په زړه پورې مشاعره وشوه.

دا غونډه (۱۴۴۴/۱۰/۲۲) چې د دریځ چارې يي نورمحمد انتظار پر مخ وړلې، د کرامت الله کاون له لوري د قرآن کریم له تلاوت وروسته دادمحمد ناوک د قاري عبدالستار سعید پر نوي خپاره شوي اثر خبرې وکړي.

دا کتاب چې «حریت خپرندویه ټولنې» خپور کړی، د افغانستان اسلامي امارت لنډ تاریخ دی چې لیکوال پکې له بېلابېلو منابعو د امارت د پيل، جریان او وروستیو بریاوو په تړاو بحث کړ.

امارت پېژندنه؛ قاري عبدالستار سعید

دادمحمد ناوک وویل، په کتاب کې پر دې منطقي بحث شوی، چې اسلامي امارت ولې را وټوکېده او ایا په رامنځته کېدو کې يي کوم بهرنی لاس موجود و کنه؟

د دې تر څنګ د تېرې دورې چې که څه هم په جګړه کې ښکېله وه، پر لاسته راوړنو بحث شوی، چې د ښوونې او روزنې، اقتصاد، فرهنګ او روغتیا برخه کې يي پر مشخصو نمونو یادولو سره استدلال شوی دی.

د اسلامي امارت شاتګ وړاندې شوی او بېرته د جهادی صف را منظمېدو، مذاکراتو او د بریا تر دریځه د رسېدو اړوند لنډ معلومات وړاندې شوي دي.

د نوموړي په خبره دا د امارت پېژندنې په برخه کې مهم ګام دی، خو پوره نه دی؛ ځکه خو په ډې برخه کې لا نورو هڅو، ژورو څېړنو، هر اړخیزو بحثونو او په دې اړه تر دې وړاندې د شویو کارونو په پام کې نیولو سره اقدام پکار دی.

په وینا يي، مهمه دا ده چې په بهرنیو ژبو د امارت پېژندنې دقیق تصویر وړاندې شي، چې په اوس مهال کې په لوېدیځه او عربي نړۍ کې یواې د پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف اثر «له طالبانو سره زما ژوند» د بهرنیانو او د امارت د تاریخي جریان تر منځ د یوې کړکۍ حیثیت لري.

له بحث وروسته، په زړه پورې مشاعره وشوه، چې پکې روح الامین ریحان، عبدالرحیم صدیق یار، انعام الحق انصاري، نورمحمد انتظار، حبیب الرحمن محزون، خیال محمد توحیدیار او نورو شاعرانو خپل او انتخابي شعرونه وړاندې کړل.
اړیکي:
یوټیوب: https://www.youtube.com/@huryatawniza
ټویټر: https://twitter.com/AwnizaH
واټساپ: https://chat.whatsapp.com/IjhguX2TkMECuua0dWsp25

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx