افغانستان

سوداګرۍ خونه؛ په هیواد دننه او بهر کې مو لسګونه نندارتونونه جوړ کړي

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، غویي۲۵، ۱۴۰۲ل): سوداګرۍ خونه؛ په هیواد دننه او بهر کې مو لسګونه نندارتونونه جوړ کړي.

د صنعت او سوداګرۍ خونه وایي چې د دې وزارت په همکاریو یې په هیواد دننه او بهر کې لسګونه نندارتونونه جوړ کړي دي.

په دې لړ کې په کابل کې د افغانستان نړیوال نندارتون په نوم د کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ کړی چې ګډونوال یې خپلو تولیداتو ته په کور دننه او نړیواله کچه د بازار موندني غوښتونکي دي.

په یاد پرانیستل شوي نندارتون کې د مختلیفو ولایتونو ښځینه سوداګرو او صنعتکارانو هم برخه اخیستې ده او د دې ترڅنګ پکې ۵۵۰ تولیدي شرکتونو خپل تولیدات نندارې او پېرودلو ته ایښي دي.

د ویلو ده چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې سوداګرو ته یې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه په کابل نړیوال هوایي ډګر کې د بیړنۍ ویزې صادرولو دفتر پرانیستی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx