افغانستان

د ایران په زاهدان کې ۲۳ تنه افغان بندیان آزاد او هیواد ته راستانه شول

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، غویي۲۵، ۱۴۰۲ل): د ایران په زاهدان ښار کې ۲۳ تنه افغان بندیان آزاد او هیواد ته راستانه شول.

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې یاد وزارت په تهران کې د افغان سفارت او زاهدان کې د هیواد جنرال کونسلګرۍ په ځانګړو هڅو د ایران په زاهدان ښار کې د ځایي حکومت له لوري نیول شوي ۲۳ تنه طالب العلمان چې د دیني زده کړو لپاره او عام افغانان چې د کار روزګار لپاره تللي وه او هلته زنداني شوي وه، را خلاص او د نیمروز له لاري خپل هیواد ته را ستانه کړل شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx