نړۍ

زرګونو اسراييليانو د جګړې پر ضد لاريون وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۲۶مه ۱۳۹۳ل:) د اسراييلو کيڼ اړخي « جګړو ضد ډلو» د اسراييلو پلازمېنې تل ابيب کې د جګړې پر ضد پراخ لاريونونه کړي دي.

راپورونه وايي، چې پنځلس زرو اسراييليانو د پلازمېنې تل ابيب ستر «رابين»ميدان کې د جګړې پر ضد شعارونه ورکول او له چارواکو يې وغوښتل، چې ژر تر ژره پر غزه خپل بريدونه پای ته ورسوي.

ويل کيږي، چې پر غزه د اسراييلي بريدونو له پيله دا لاريون تر ټولو ستر لاريون دی.

د نوموړي لاريون مخکښ «امن» ګوند په رسمي ويناپاڼه کې راغلي، «موږ دلته د رابين په ميدان کې پنځلس زره کسان راټول شوي يو او د خپل هېواد د امنيت او سولې لپاره هڅې کوو او سياسي تغيير به هم زموږ په واسطه رامنځته کيږي»

د مظاهرې ويناوالو د اسراييلو او فلسطين له چارواکو وغوښتل، چې د سيمې د امنيت په موخه بايد ژر تر ژره يوې داسې پرېکړې ته ورسيږي، چې د دواړو لوريو جايزې غوښتنې پکې منل شوي وي.

د غلؤون په نوم يو ويناوال د اسرييلو لومړي وزير نيتنياهو په اړه وويل، چې دا پنځه کاله د اسرييلو په مرۍ ناست دی او تل يې د امن او روغې پر ضد کړنې تر سره کړي دي.

غلؤون زياته کړه، چې د نيتنياهو له لاسه د اسراييلو او امريکا اړيکې ترينګلې شوي او د فلسطين پر ځمکه يې په ناجايزه توګه د اسراييلو کورونه اباد کړي دي.

د لاريون ويناوالو پر نيتنياهو نيوکه وکړه، چې اوس د امن او سولې لپاره کومې پريکړې ته تيار شوی، دا کار يې د ۶۴ عسکرو د مرګ او ۲۰۰۰ اسراييليانو له ټپي کېدو مخکې يې هم کولای شو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x