نړۍ

پاکستان کې د ډبرو سکرو د کان په سر د شخړې له امله ۱۶ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، غویي۲۷، ۱۴۰۲ل): پاکستان کې د ډبرو سکرو د کان په سر د شخړې له امله ۱۶ تنه وژل شوي.

پاکستان کې تېره ورځ دوشنبه، د دې هیواد په شمال لوېدیځه ساحه کې په ادم خېلو دره کې د دوو قومونو ترمنځ د ډبرو سکرو د یوه کان په سر د شخړي له امله ۱۶ کسان وژل شوي او درې تنه نور یې ټپیان شوي دي.
د معلوماتو په اساس دا نښته د سني خېل او زرغون خېل قومونو ترمنځ رامنځته شوې چې د دې هیواد د رسنیو په حواله، پولیسو او امنیتي ځواکونو له پېښي وروسته سیمه کې حالت کنټرول کړی.
بلخوا د پولیسو ویاند هم یاده پېښه او پکې اوښتي تلفات تائید کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx