نړۍ

اوکرایني چارواکي؛ په کامیابۍ سره مو د روسیې ۱۸ توغندي خنثی کړل

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، غویي۲۷، ۱۴۰۲ل): اوکرایني چارواکي؛ په کامیابۍ سره مو د روسیې ۱۸ توغندي خنثی کړل.

اوکرایني چارواکي وایي چې د دې هیواد په پلازمینه باندي یې د ترسره شویو بریدونو مخنیوی کړی او زیاتوي چې تېره ورځ روسیې د شپې مهال په کیف ښار توغندیز بریدونه ترسره کړل چې ۱۸ سره توغندي یې په کامیابۍ سره خنثی کړل شوي دي.

بلخوا د ګارډین ورځپاڼي د راپور په اساس له تېري یوې اونۍ راهیسي روسیې د اوکراین مرکز کیف ښار مختلیفي سیمي په نښه کړې دي.
یاد راپور کاږي چې دې موده کې څو ځله د ګڼي ګوڼي ځینو ځایونو کې د سترو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي چې د تلفاتو په اړه یې معلومات نشته.

په ورته مهال د اوکراین هیواد دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د روسیې د وروستیو خنثی شویو مزایلو ویډیو هم لري چې په وینا یې، د ځینو پاتي شوني د کیف په یوې لري پرتې سیمه کې باغ وحش سره نږدې غورځېدلی دی.

د خبرپاڼي له مخي، په یاده پېښه کې ۳ تنه ټپیان شوي هم دي.

د دې ترڅنګ د اوکراین هیواد دفاع وزارت خلګو ته د نورو توغندیزو بریدونو په مهال له شیشو او کړکیو څخه د ځانونو د لري ساتلو خبر ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx