افغانستان

د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ پلاوي روسیې ته سفر وکړ

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، غويي۲۷، ۱۴۰۲ل: د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ پلاوي روسیې ته سفر وکړ.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي چې د دې وزارت سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوي په نړیواله اقتصادي (KazanForum-2023) غونډه کې د ګډون په موخه د روسیې هیواد تاتارستان ته سفر وکړ.

د دې وزارت په وینا، یاد پلاوی به د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګریزو اسانتیاؤ رامنځته کولو او د پانګوالو د جذب په موخه له روسي چارواکو او د لویو شرکتونو له مسؤلینو سره لیدني او خبري وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx