افغانستان

د کانونو او پټرولیم وزیر د م.م سازمان له سلاکار سره لیدلي

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، غویي۲۷، ۱۴۰۲ل): د کانونو او پټرولیم وزیر د م.م سازمان له سلاکار سره لیدلي.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور د ملګرو ملتونو سازمان له سلاکار او سکرتر سره لیدلي.
په یاده لیدنه کې د دې وزارت سرپرست وزیر د افغانستان د کانونو د اقتصادي ودې، پراختیا او د کانونو په برخه کې د بهرنیو پانګوالو د راجلبولو په اړه خبري کړې دي او په مهال یې د ملګرو ملتونو سلاکار له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون جوړول، سرتاسري امنیت او عمومي عفوې هرکلی کړی او د دواړو لوریو د همکاریو په دوام یې ټینګار کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx