افغانستان

غزنی: ناپېژاندو وسله والو یوولس ماین پاکان تښتولي دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د غزني ولایت سیمه ایز چارواکي وايي چې د دې ولایت اړوند د کابل ـ کندهار په لویه لاره یوولس تنه ماین پاکان تښتول شوي دي.

د اغزني د والي ویاند شیفیق ننګ وايي چې د ماین پاکۍ د مؤسسې یوولس تنه تېره ورځ د کابل ـ کندهار په لویه لاره د اندړو ولسوالي اړوند د ملانوح بابا په سیمه کې تښتول شوي دي.

د ننګ په خبره دوی يې په اړه پلټنې پیل کړې دي او ځايي ادارې له قومي مخورو سره هڅې روانې کړې دي.

که څه هم د غزني د والي ویاند دا کار د طالبانو وګاڼه خو پخپله طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې په هرات کې هم د سرې میاشتې پنځه تنه کارکوونکي د نامعلومو کسانو له خوا وتښتول شول.

ویل کېږي چې د غزني په اندړو کې مېشت اربکیان د خپلو معاشونو د نیستۍ له امله له سړو تښتونکو سره لاره لري او وخت ناوخته د کابل ـ کندهار یا هم د غزني – پکتیکاپه لویو لارو موټر چلوونکي او د هغوی سپرلي لوټي.

د غزني ـ پکتیکا په لویه لاره یو تن موټروان د نوم نه ښوودو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې څو ورځې وړاندې يې په یاده لاره اربکیانو د چهاردېوال په سیمه کې موټر وپلټه او له ټولو سپرلیو نه يې پنځه ویشت زره کلدراې یووړلې.

یاده دې وي چې څو ورځې وړاندې طالبانو بیا په هلمند کې پنځه سړي تښتوونکي په دار وځړول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x