افغانستان

د افغانستان او ایران دبهرنیو چارو وزیرانو په دوه اړخیزو موضوعاتو ټلیفوني خبري کړې

نن ټکی اسیا ( پنح شنبه، غویي۲۸، ۱۴۰۲ل):د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې وزارت سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي له خپل ایراني سیال حسین امیر عبداللهیان سره ټلیفوني خبري کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې خبرو کې دواړو لوریو د سوداګرۍ، اوبو او برېښنا، اوسپنې پټلۍ، ګډي پولي او ایران کې د افغان بندیانو په وضعیت او بېلابېلو برخو کې د همکاریو په پراختیا ټینګار کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې مولوي امیر خان متقي د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر په مشرۍ ایران ته د یوه سوداګریز پلاوي په ګټور سفر خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې د دواړو هیوادونو د اوسپنې پټلۍ ادارې په ګډو همکاریو د هرات ـ خواف اوسپنې پټلۍ پروژۍ پلې کولو ته نږدې شوې دي.

خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ګډې پولې د امنیت ساتنه د دواړو هیوادونو لپاره ګټوره بللې او په دې برخه کې یې په ګډو هڅو ټینګار کړی دی.

خبرپاڼه کاږي چې مولوي امیرخان متقي د افغانستان په لوېدیځ کې د بارانونو د کمښت او اوبو کچې ټیټېدو د ستونزو په تشریح کولو سره د اوبو په مسئله کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د شوې هوکړې سره سم د افغانستان په دریځ ټینګار کړی دی.

خپرپاڼه کې راغلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هیوادونو د همکاریو په پراختیا او د افغانستان له حکومت او خلګو سره د نېک چلند په کولو د ټینګار تر څنګ ویلي چې د افغانستان او ایران اړیکي باید د منفي تبلیغاتو تر تاثیر لاندې رانشي او ایران کې یې د افغان بندیانو ستونزو ته د رسېدني په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې مولوي امیرخان متقي د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښو او دوستانه اړیکو په پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هیچا ته باید اجازه ورنه کړل شي چې د دواړو هیوادونو ښو اړیکو ته زیان ورسوي او دواړه لوري باید د منفي تبلیغاتو مخنیوي ته جدي پاملرنه وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx