افغانستان

مولوي عبدالکبیر؛ د ا.ا.ا. د ملت او حکومت تر منځ د ښو اړیکو غوښتونکی دی

نن ټکی اسیا ( پنج شنبه، غویي۲۸، ۱۴۰۲ل): مولوي عبدالکبیر؛ د ا.ا.ا. د ملت او حکومت تر منځ د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

د ارګ له رسمي ادرس څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ا.ا.ا. د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن ورځ په سپېدار ماڼۍ کې د اهل تشیع او هزاره قوم له دیني عالمانو او قومي مخورو سره لیدلي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې په یاده لیدنه کې د هزاره قوم مشرانو او سپین ږیرو خپلي ستونزي او انګېرني له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره شریکي کړې.

خبرپاڼه زیاتوي چې په ورته مهال مولوي عبدالکبیر د اهل تشیع او هزاره قوم له علماؤ او مخورو څخه هیله وکړه چې په میدان وردګو ولایت کې د کوچیانو او هزاره ګانو ترمنځ شخړې ته دې بنسټیزه حل لاره ومومي او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې ټول قومونه د اسلامي امارت په وړاندي یو شانته دي او ټول هیوادوال له مساوي حقونو برخمن دي. د نوموړي په وینا، اسلامي امارت د ملت او حکومت ترمنځ د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx