
مخالفینو! په ملي مسائلو کې منافقت نه دی پکار…!
خالق یار احمدزی
نن د تیر په خلاف په یوه متفاوته موضوع بحث کوم او هغه هم د هیواد علیاء مسائل، ملي ګټې او هر هغه څه ، چې ټول افغانان په کې علی السویه ونډه لري.
ملي ګټې د دیني او معنوي ارزښتونو ترڅنګ، د ټولواکي /خپلواکي ساتل، د خاورې ساتل، د سرتاسري امنیت تامین، ځمکنۍ بشپړتیا،ټولنیز نظم، اقتصادي هوساینه، د قدرت درلودل، تاریخ او فرهنګ ته درناوی او نورو ملي افتخاراتو څخه عبارت دي.
په ټوله کې، هر هغه کړنه ، چې ګټه یې یوه یا څوکسانو ته ورسیږي ، خو تاوان او زیان یې عام وي ، دملي ګټو ضد کړنه ده او هره هغه کړنه ، چې ګټه یې ټولو یاګڼو هېوادوالو ته رسیږي او دهغوی په ژوند کې مثبت بدلون راوستلای شي ، دملي ګټو په نوم یې پیژندلای شو.
هر هیواد په کوردننه شل او زر اختلافي نقاط لري او حتیٰ په هر کور کې د وګړو ترمنځ کله ناکله کړپ راځي او دا غږ کله هم د کلي تر کوڅو رسیږي، چې بیا پرې تربوران هم په کړس کړس خاندي او نوموړي کور ته د بدبختي او نورو ناوړه نسبتونو خطاب کوي؛ خو که سبا د همدې کور کوم زلموټی له کوم کلیوال سره کیووت، نو د کورنۍ غړي یې خپله داخلي ګډوډي که هر څومره هم لوړه وي، له ذهنه باسي او خپل ورور او زوی د تربور د تورې رحم ته نه پریږدي.
کټ مټ همدا رواج د هیوادونو په وګړو کې هم دی؛ که د بیلګې په توګه د جنوبي ګاونډې (پاکستان) نوم واخلو، هلته په لسګونو احزاب، سیاسي او فکري ډلې او نور بلاوبتر شتون لري او په خپل منځ کې هم د یوه او بل وینو ته تږي ناست دي؛ خو که مونږ یې پر وړاندې یوه خبره وکړه، لومړی یې هغه زمونږ هم ژبي منظوریان را وړاندې کیږي او زما پر وړاندې د پنجابي مخې ته ځان غورځوي؛ دا ځکه چې له هغوی سره په ملي مسائلو کې شراکت لري حتا خپل بې دینه، زما تر عالم غوره بولي، هلته بیا ژبه او توکم هیر وي، یواځې د خپل هیواد د ګټو ننګه د ځان فرض بولي.
بالمقابل. مونږ هر وخت ملي ګرایي د نورو د ګټو قرباني کړې، هر وخت مو خپله خاوره، کلتور او ارزښتونه د نورو له ګټو ځار کړي او هر وخت مو له پردیو د متاع قلیل ذلیله تمه کړې ده.
لرې نه ځو، همدا د تیرو دریو انقلابونو یاده کوم، چې وړمه ورځ مو شاشجاع د انګریزي ښکیلاک په ننګه د خپل افغان پر وړاندې توره تړلې وه؛ پرون بیا کارمل، ترکي، حفیظ امین او نجیب وار په وار د شرقیانو (شوروي اتحاد) د ګټو خوندیتابه لپاره مرګونی امتحان ورکاوه او تر هغه وروسته بیا د شمال ټلوالې+کرزیانو او د غني ټامیانو د امریکا په مشرۍ د لویدیځې نړۍ د لوی حشر سرلاري شول او له امریکایي ګټو یې هر څه قربان کړل.
نن چې د امن فرښتو د هیواد کنترول په لاس کې واخیست، لا هم ځینې ځیره خواره شتون لري، چې کله د ایراني اخوندانو اخطارونو ته لاسونه پړکوي، کله هم د نورو ګاونډیانو لخوا د افغان ضده مقاومتیانو تمویل ته اتڼونه کوي او کله هم د امریکا او نورو هیوادونو لخوا د اوسني نظام پر وړاندې منفي کړنو ته توجیهات لټوي.
زه په دې هکله یو دوه خبرې لرم:
سمه ده افغانستان کې د خلکو له ملاتړ پرته هیڅ نظام پایښت نه دی موندلی، نو له همدې شرخوښو مې پوښتنه داده چې، آیا له لسیزو داخلي جنجالونو څخه نور نه یاست ستړي؟
آیا لا هم د خپلو کور د آبادۍ فکر سرته نه دی درغلی؟
ولې په خپل کور کې د ۴۰ کلن پای ته رسیدلي اور بیا تازه کیدو ته لیواله یاست؟
او ولې دې په کور کې د کوچني اختلاف له امله، کوړنچ د کلي او کوڅې خلکو ته رسیږي؟
زه پر مخالفینو غږ کووم چې د خدای ج لپاره د بې ځایه حسد له ستیج څخه نور را ښکته شئ، که د اوسني نظام ننګه نه کوئ، نو حد اقل دومره هم مه بې غیرته کیږئ، چې په ملي مسائلو (اوبه، خاوره او…) کې د پردیو د داعیې ننګه وکړئ.
سمه ده اوسنی نظام به نیمګړتیاوې لري، خو خدای ج شته د نړیوالو بندیزونو تر سیوري لاندې اوس هم له دومره تنفس برخمن دی چې تر لسیزو د هیواد د وګړو امنیت تأمین، په سرحداتو کې له ځمکنۍ بشپړتیا دفاع ترسره او خلکو ته تر خپله وسه پورې کاري بوختیاوې برابرې کړي.
سمه ده، تاته هم پیغور نه درکووم، خو که در څخه وپوښتم، چې پرون دې څنګه د ډیورند پر سینه د اغزن تار تیریدل زغملای شول؟
څنګه دې پاکستانیو ته په خپله خاوره کې د پوستو جوړولو اجازه ورکولای شوه؟
څنګه دې زما پر ګل ګل کونړ او ګوشته د پاکستاني توغندیو ویشتل زغمل؟
څنګه دې زما پر ناموس د امریکایي ځواکونو وحشیانه چاپې توجیه کولې؟
څنګه دې د بهرنیانو لخوا زما د با ارزښته کانونو خپلسرې کیندنې زغملې؟
او څنګه څنګه څنګه….. (د ملت شل وزر پوښتنې….)؛ چې ښایي ته یې اوس آن خپل ضمیر ته هم ځواب نه لرې.
نو لطفاً هیوادواله…! زما او ستا اختلاف پر خپل ځای، راشه په یوه ټغر راسره کینه او په ملي مسائلو کې د هیواد د وګړو، خاورې، اوبو او ناموس ننګه خپله داعیه وګرځوه.