
د اوبو پر سر، د ایراني لوري ګواښونه …
خالق یار احمدزی
له کله هم چې هیواد کې اسلامي امارت حاکم شوی، له هغه وخته د اوبو پر سر د ایراني لوري سرینده روانه ده او نن خو یې ولسمشر د ګواښ ژبه هم وکاروله او افغان لوری یې تهدید کړ، چې د هلمند سیند اوبه دې ورکړي
کنه نو بیا دې ګیله نه کوي، خو په ځواب کې یې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر عبدالطیف منصور وویل، چې وچکالۍ ټوله سیمه ځپلې او ایران دې دا مسلهد خبرو له لارې حل کړي.
هغه زیاته کړه چې « که ایران د حقابي خبره کوي، زموږ د تېرو څلويښتو کاله ورغلي اوبه هم محاسبه غواړي»
که واقعیت وګورو، ایرانی لوری څو ځله په دې برخه کې د اوبو د خړولو هڅه کړې، خو هر ځل چې دوی ته د ۱۳۵۱ کال شوې معاهده یاده شوې، خپل څادر یې څنډلی او تیښته یې پرې کړې.
داسې انګیرل کیږي چې ایرانی لوری د داسې فشار واردوونکو خبرو، ګواښونو او نورو چلندونو په مټ غواړي…..
د هلمند له شوې معاهدې په شا شي او یوه نوي بحث ته چې دغه معاهده بې ارزښته ثابته کړي، لار پرانیزي.
د هلمند سیند د پغمان له اوونۍ درې نه سرچینه اخلي او له ۱۱٥۰ کیلومترو مزل وروسته ایران ته اوړي
د لیکوال او د چارو څارونکي نظیم سمون په وینا،چې ایران او افغانستان له ۱۸۷۲ کال څخه نیولې بیا تر ۱۹۷۳ کال پورې چې معاهده وشوه، پنځه ځله په دې برخه کې لانجې او شخړې کړې دي.
وروستۍ شخړه په ۱۹۴۷ کې تر یوې سختې وچکالۍ وروسته رامنځته شوه چې بلاخره دواړو هېوادونو امریکا ته د منځګړیتوب وړاندیز وکړ.
امریکا د موضوع د حل لپاره د هلمند دلتا په نامه یو بې طرفه تخنیکي کمېسیون وټاکه چې په دې کمېسیون کې یو امریکايي، یو چیلي او یو کاناډايي انجینیر شامل و.
دغه کمېسیون د هلمند سیند ټول خصوصیات مطالعه کړل او بالاخره په ۱۹۵۱ کال کې یې یو راپور چمتو کړ.
په دې راپور کې د دواړو هېوادونو د اوبو حق مشخص شوی و، خو دا چې ایران یاد راپور د افغانستان په ګټه وباله، نو اعتراض یې وکړ او ویې نه مانه.
بالاخره په ۱۹۷۳ کال کې سیاسي شرایط مساعد شول او د افغانستان او ایران دواړو شاهي دولتونو غوښتل چې، د ښو اړیکو په مقصد خپل تاریخي منازعات او جنجالونه حل کړي.
سمون زیاتوي، بالاخره د هلمند دلتا کمېسیون د همدې تخنیکي راپور پر اساس د ۱۹۷۳ کال معاهده تدوین او لاسلیک شوه.
د هلمند تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ سل کلنه منازعه چې دوه ځلي پکې انګلیسانو، یو ځل امریکایانو-او آن یو ځل له عثماني ترکانو هم غوښتنه شوې وه (چې بیا یې ونه منله) پکې مداخله کړې وه؛ د پای ټکی کېښود
د پیښو څارونکي وایي: دغه وروستي ځل مذاکراتو هم ۷ کاله وخت ونیوه، خو توپیر یې له تېرو هغو سره دا و، چې دا ځل له کوم بهرني منځګړي او فشار پرته دواړو هېوادونو د عمل ابتکار په خپل لاس کې واخیست او د دوامداره ډیپلوماتیکو کوښښونو په پایله کې هوکړې ته ورسېدل
دغه نړیوال تړون چې د ۱۳۵۱ هـ.ش کال د کب میاشتې په ۲۲ مه لاسلیک شو، چې له مخې به یې افغانستان په یوه ثانیه کې ٢٢متر مکعبه او کلني ډول ۸۰۰ ملیونه متر مکعب اوبه ایران ته ورکوي، خو افغان لوري په تړون کې د ګاونډېتوب او حسن نیت له مخې دغه هیواد ته ٤ متر مکعبه زیاتو اوبو ورکول ومنل چې په کلني ډول ۱۲۶ میلیون مکعبه اوبه کیږي.
دغه تړون که څه هم تر ډیره د افغانستان اړتیاوې په پام کې نیسي او کله هم چې اوبه د افغانستان له اړتیاوو نه زیاتیدې، ایرانی لوری د اوبو د غوښتنې حق نه لري؛ خو ایراني لوري په تیرو لسیزو کې ترې دومره زیاتې سرغړونې کړې، چې تقریبا ټولې اوبه یې خپله نفعه باندې ور ماتې کړې دي.
ایران چې د تړون له محتویاتو څخه په څرګندې سرغړونې سره یې په سېستان حوزه کې بې شمیره کرنېزې ځمکې زیاتې کړي، مصنوعي څاګانې او کانالونه یې ورته جوړ کړل او په دې تړاو یې له افغان لوري سره هیڅ کومه ناسته یا مذاکره ونه کړه، اوس یې چې د اوبو کمی حس کړ، نو تر اندازې د زیاتو اوبو تمې نیولي دي.
اېران چې تر پرونه یې د بې سرپوښه افغانستان له واکدارانو په کلنۍ توګه په نورمال ډول له تړون څخه په ځلونو زیاتې (یو نیم میلیارد مکعبه) اوبه ترلاسه کولې اوس هم هغې تمې نیولي او ددې پر ځای چې د زیاتو تر لاسه شویو پیسو پور راکړي، لا هم د زیاتو اوبو غوښتنه کوي.
د یاد تړون د پنځمی مادی پر بنسټ ایران د هلمند د سیند له اوبو څخه له هغې کچې پورته چې په تړون کې تثبیت شوی ده د هیڅ ډول ادعا حق نه لري.
سربیره پر دی د یاد تړون په هیڅ ماده کې د افغان لوری داسی ژمنتیا چې ایران ته به د سیستنان، بلوچستان او زاهدان ځمکو خړوبولو لپاره د اړتیا وړ اوبه د هلمند له سیند څخه ورکول کېږي ، نه تر سترګوکېږي.
بنأ لازمه ده چې افغانستان نباید په شوې هوکړه بیا ځلې له ایران سره خبرو ته وخت ورکړي او له یادې هوکړې دې په کلکه دفاع وکړي.