نړۍ

په سراح الحق برید؛ نوموړی ترې روغ وتلی

نن ټکی اسیا ( شنبه، غویي۳۰، ۱۴۰۲ل): راپورونه وایي چې په بلوچستان کې د پاکستان د جماعت اسلامي د مشر مولانا سراج الحق په کاروان ځانمرګی برید شوی دی.

په ورته مهال د دې ګوند ویاند وایي چې د ګوند مشر ته یز کوم زیان نه دی اوښتی او زیاتوي چې یوه خوندي ځلی ته لېږل شوی دی.

پاکستاني پولیس وایي چې په دې برید کې اووه کسان ټپیان شوي دي.

دا پېښه پرون د جمعې په ورځ د بلوچستان ایالت په ژوب سېمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د دې ګوند مشر غوښتل چې ژوب کې د خپلو پلویانو جوړې شوې غونډي ته د وینا کولو په موخه سفر وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx