افغانستان

د افغانستان او ایران د ملي دفاع وزارتونو لوړ پوړو چارواکو ترمنځ لیدنه شوې

نن ټکی اسیا ( شنبه، غویي۳۰، ۱۴۰۲ل): د ا.ا.ا. د ملي دفاع وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې وزارت او د ایران هیواد پلاوو د ګډو سرحدي همکاریو د پیاوړتیا په موخه سره لیدلي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت د وسله وال پوځ لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان «صدیق» او د ایران اسلامي جمهوریت د وسلوال پوځ لوی درستیز مرستیال بهران حسیني مطلق په مشرۍ یو پلاوي نن د ملي دفاع وزارت د بهرنیو اړیکو په ریاست کې وکتل.

خبرپاڼه زیاتوي چې د لوی درستیز مرستیال ایراني پلاوي ته د ښه راغلاست سربېره د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ همکاري او ښو اړیکو ته په کتو وویل چې اسلامي امارت تل د ایران له اسلامي جمهوریت سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او په بېلابېلو برخو کې د لازیاتي همکارۍ لپاره ژمن دی.

خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې ایراني پلاوي په بېلابېلو برخو کې د دواړو هیوادونو ژمنې مثبتي و ارزولې او د اړیکو د پیاوړتیا ډاډ یې ورکړ.

خبرپاڼه زیاتوي چې په یاده لیدنه کې چې د کورنیو چارو وزارت سرحدي چارواکو، د سرحدونو او قبائلو وزارت ، او د کرنې او اراضي یو شمېر مسؤلینو هم حضور درلود، دواړو لوریو د سرحدي ستونزو په هواري، د ګډو همکاریو په پیاوړتیا او د اړوندو مراجعو له لاري د ستونزو په حل د خبرو له لارې ټینګار وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx