
شپږ ویشتمه فی البدیهه مشاعره!
ترتیب او را ټولونه ; محمدحسن (جهادي عمري)
پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!
نیټه۲٨/شوال المکرم/١٤٤٤
د (ګلبڼ اونیزه مشاعره) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه ! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت !
دا د غوټۍ څیرې ګرېوان سره خندا
ښـــکلې قـــــافـــلـه د بـــهــارونو ده
اجمل خټک
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سل زره تڼاکې په کې ماتې دي
لاره چې د غرونو پر سرونو ده
پیر محمد کاروان
دلته د خبرو غوټۍ ګل نه کړي
دا لاره پوښلې په رنګونو ده
ګل رحمان رحماني
هسې د رقیب د دېوال سیوری دی
درېغه مقابله د ایمانونو ده!
راشد جالب
خدای مکړه یاران بې حوصلې نشي
وړاندې تللې لار په ګړنګونو ده
مهاجر زاهد ساپی
ستا نه د مننې جمله ماته شي
دا له وسه تېره د لفظونو ده
محمودي انصار
مینه مې نن بیا د اتڼ سر کې ده
څه مسته پړقا یې د لاسونو ده
جانان خدرخېل
راغله معطره له وږمو سره
ډکه یې ځولۍ له ګلابونو ده
شرر ساپی
ټولې د زړګي دروازې پرانیزي
مسته زمزمه د اذانونو ده
علامه محمدي
موږ ته د صحرا غېږه هم تنګه وه
څه لا ویر ته لپه د ښارونو ده
نقیب احمد عزیزي
نشته د اخلاصه یارانه چرته ده
بس نقاب پوشي ده په مخونو ده
اجل احمدزی
هیله مې وړې، وړې سلګۍ وهي
بنده د راوج په ولچکونو ده
جهادي عمري
دا چې په اټک کې را بهیږي نن
دا اوښکه د ګران هېواد د غرونو ده
امان الله مستغفر
وړي مې واهمات څپه څپه پۀ مخ
ژوند لکه سحرا د سرابونو ده
نظم الدین ندرت
ستا د سترګو اوښکې داسې فرض کړه
مالګه مې هواره په زخمونو ده
شفاعت ریحان
ساتو چې په ځان کې د خپل ځان تصویر
دغه مو ګناه د تصویرونو ده
نورګل اندړوال
ما په زیارتونو باندې وکرۍ
وتې مې زرګره له لاسونو ده
محمدالله درد
دا د اسویلیو ډکه ورځ او شپه
پېښه راته ستا له دیدنونو ده
عبدالغني وفا
بدو کې یې ور کړه پښتنه پیغله
خدای ته په ژړا له خپلو ورونو ده
طالب کریمي
نکوي الوت زما د خيال مرغه.
ړنګه يې دنيا د پروازونو ده.
مل غني خېل
زه یې په زړګي کې ننوتی یم
دا مې ګډه شوې په رګونو ده
ریحان وردګ
څنګه زندګۍ نه مزه واخلمه ؟
ياره خو په ژۍ د ګړنګونو ده
معاويه زيارمل
ها نغمه په زړونو لګوي مرهم
جوړه چې د زړه له پرهرونو ده
پیر محمد کاروان
مسکې دي د ګل د اننګو څوکې
مسکه ګل غوټۍ د بهارونو ده
منصور درمان
شرنګ د تغزل پکې څپې وهي
دا چینه د کومو غزلونو ده?
عتیق الله یون
ستا نه د وصال شکایت چا کړی؟!
مړ مه شې خبره د نازونو ده
محمودي انصار
ستا په جنتي غیږ کې دمه کوي
ستړې قافله د امیدونو ده
علامه محمدي
ښه به ورته ووایو نو څه وکړو
وخته ګوزاره مو په دردونو ده
جانان خدرخېل
وژاړم شېندلی ورته کېنمه
وتې دې خځله له خاپونو ده
محمدالله درد
ستا د بېلتانه یخنۍ نیولی یم
تبه مې خوره په اندامونو ده
اجل احمدزی
زار دې شم په نه خبر مې مه پرېږده
زما وو ستا خو مینه له وختونو ده
عزیزالرحمن ایاس
ای دخدای حبيبه ستا ښايست کامل
حسن دې واضح له ايتونو ده
حيدري جان
ستا تر جنتي کلي چې درشمه
دغـه یو ارمان مې له کلونو ده
وحیدالله وحیدي
چل دې د مننې خدايه نه راځي
ډکه دې دنيا لۀ نعمتونو ده
تراب شینواری
تاته می توبه د زړه له تله ده
تاته می پناه له عذابونو ده
عنایت الله عرفان
بیا مې اندېښنې رمې رمې شولې!
بنده دروازه د دیدنونو ده
سیف صدیقي
رایې وړ له قاف غره د پري حسن
ختمه اوس کیسه د طلسمونو ده
نورګل اندړوال
وګوره نړۍ په غرور مه ګرځه
دغه علاقه د جـ.ـهادونو ده
غازي انګار
ښکارې وطن بیا د ښه کېدو په لور
ښکارې کډه وړې ترې غمونو ده
ګمدل
ډاډ څاڅي له هسکه د تاودۀ جـ.ـهاد
مینه میلمنه د سـ.ـنګرونو ده
منتظر نجرابي
لعل بدخشان په سپینه غاړه کې
دغه قـافله د امېلونو ده
عبدالوهاب مومند
پوخ دريځ، محکم عزم دې ځار شمه
جوړه ګلدسته د امیدونو ده
بدري تکل
ټوله قافله عطرورینه ده
جوړه له ریحان او ګلابونو ده
شفاعت ریحان
لا هم دغه ځمکه ټوکوي غاټول
تېره پرې څپه د بمبارونو ده
ادریس حقیار
ربه زرغونه مو کړې اباد مو کړې
داسوي نعره داولسونو ده
مفتي لاهوتي
هېڅ څوک ستا پر دوو سترګو مئين ندي
نن سبا خبره د نوټونو ده
عبدالباسط وصاف
اوس دلته تورزن ناتورزن نۀ ښکاري
اوس خبره ټوله د بریتونو ده
احمد غازي
هیڅ کله پر شا راغلی نه یمه
مور چې مې ښکل کړې پر لاسونو ده
محبوب آغا
اوښکې نه دې دا تر ګرېوانه پورې
تللې قافله ستا د يادونو ده
نبيل شباب
هله صدقه دي شم را وخانده
ستا مسکا نغمه د جنتونو ده.
عبدالغني وفا
نن مې د ارواح مرغۍ خوشاله ده
تللي د شـ.ـهید لالي پر پلونو ده.
طااالب عباس
پای.