
غربي کلتور خپل هر څه پر موږ د سټایل او فېشن پر نامه ومنل/راپور
حریت فکري روزنه؛ چې د انلاین او چاپي خپرونو تر څنګ د اونیزو ناستو امتیاز هم لري، د دې اونۍ په ناسته کې پر(دجال څوک، چرته او کله؟) کتاب بحث او په پای کې په زړه پورې مشاعره وکړه. (جمعه، شوال المکرم۲۸، ۱۴۴۴)
دا ناسته چې د دریځ چارې يې نورمحمد انتظار پر مخ وړلې، د خیال محمد تو حیدیار له لوري د قرآن کریم له تلاوت وروسته کرامت الله کاوون د مفتي ابو البابه پر ياد کتاب بحث وکړ.
کرامت الله کاوون د دجال پر ظهور، په ټولنه کې د دې لویې فتنې پر خپرېدو او په دې تړاو د دیني عالمانو او لوستو ځوانانو پر مسؤلیت خبرې وکړې.
هغه وویل، غربیانو پر اسلامي ټولنو د خپل کلتور او غیر اسلامي رواجونو د منلو له پاره هر څه د فېشن او موډ پر نامه ومنل چې له هغو څخه مهم یې په بازارونو کې د دجال د پیروانو نښې او علایم دي.
په وینا يي په ټولنه کې د دې مخه نیول د د یني عالمانو او لوستو ځوانانو مسؤلیت دی، چې راتلونکی نسل د پردي فکر له تاوانونو خبر او په امن وي.
نوموړي په همدې تړاو زیاته کړه، دا کتاب په دې برخه کې ډېر څه دي خو د قلم خاوندان او د ټولیزو رسنیو مبلغین علما باید په دې برخه کې زیات کار وکړي څو راتلونکی نسل له دې فتنې خبر او پر وړاندې یې مبارزه وکړي.
پر کتاب له بحث او خبرو وروسته مشاعره وشوه چې پکې خیال محمد توحید یار، انعام الحق انصاري، محمد اصیف خاموش، نورمحمد انتظار او نورو شاعرانو خپل او انتخابي شعرونه ګدون والو ته وړاندې کړل.
د یادولو ده چې د راتلونکې ناستې له پاره به سمیع الله سعید پر کتاب بحث کوي او د دریځ چارې به محمد اصف خاموش پر مخ وړي.
راپور: کرامت الله کاون