افغانستان

ملابرادر اخند ؛ د ا.ا.ا. له سوداګرو سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی

نن ټکی اسیا ( یکشنبه، غویي ۳۱، ۱۴۰۲ل): د ا.ا.ا. د ریاست الوزراء له اقتصادي معاونیت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملا عبدالغني برادر په هرات ولایت کې د غالۍ جوړولو فابریکو له یو شمېر پانګوالو او سوداګرو سره لیدلي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د دې لیدني په مهال یې پانګوال په هیواد دننه کې پانګوني ته هڅولي دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د لیدني په مهال پانګوالو او سوداګرو له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره د سوداګرۍ او پانګوني په برخه کې ځیني ستونزي شریکي کړې او له اسلامي امارت څخه یې د همکارۍ غوښتنه کړې چې ملا برادر اخند ورته د ستونزو د حل او بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو ملاتړ کوي او له هغوی سره ډول همکارۍ ته چمتو دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx