افغانستان

پکتیکا: مرکز ته څېرمه د پوستې قومندان ځانوژنه کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ته څېرمه د يوې پوستې قومندان ځانوژنه کړې ده.

ویل کېږي د پولیسو د پوستې دې قومندان محمدخېل کلي ته څېرمه په یوه پوسته کې دنده درلوده او تېره ورځ يې په پوسته کې خپل ځان وژلی دی.

د پکتیکا سیمه ایز چارواکي له یادې پېښې ناخبري ښيي، خو د سیمې د خلکو له قوله دغه قومندان پرون غرمه خپل ځان وواژه او د پوستې نورو پولیسو هڅه کوله چې قومندان تر روغتونه ورسوي، خو د پوستې په دروازه کې يې ساه ورکړه.

په یاده پوسته کې د پکتیکا ولایت د اومنې ولسوالي یو تن اوسېدونکی پولیس منوګی وايي چې قومندان په پوسته کې بېګا پرېمانه چرس وڅکول چې کېدای شي سهار يې ځان ځکه وژلی وي.

ویل کېږي چې په محمدخېلو کې د نوموړې پوستې قومندان په چرسي قومندان مشهور و او په کلي کې يې ډېر ځوانان په نشیه ای توکو عادت کړي وو.

په سیمه کې مېشتو طالبانو هم د یاد قومندان مړینه تاید کړې ده اويلي يې دي چې نوموړي پخپله ځان وژلی دی او دوی يې علت په پوسته کې ډېر وخت محاصره پاتې کېدل او د زړه تنګسیا ښوودلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x