افغانستان

مولوي عبدالکبیر؛برېښنا شرکت دي د بیلونو په تحویل کې لا زیاتي اسانتیاوي راولي

 

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، غبرګولي۱، ۱۴۰۲ل): د ارک له رسمي پاڼي څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ا.ا.ا. د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د افغانستان د برېښنا شرکت له عمومي رئیس ملا محمد حنیف سره لیدلي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د یادي لیدني په مهال د دې شرکت رئیس ویلي چې ډېر ژر به لرې پرتو سیمو ته برېښنا ورسوي او ترڅنګ یې د کابل او نورو ولایتونو د برېښنا او راتلونکو پراختیایي پلانونو په ګډون د خپلي ادارې کاري راپور شریک کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې په ورته مهال د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او
کفیل له برېښنا شرکت څخه د مننې ترڅنګ د برېښتا رسولو او د بیلونو تحویلولو په مهال خلګو ته د لا زیاتو اسانتیاؤ رامنځته کولو په برخو کې په هڅو کولو ټینګار وکړ.

د دې ترڅنګ په یاده ناسته کې له دایمي پوروړو سره د حسابونو په تصفیې ټینګار وشو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx