افغانستان

وانګ یو؛ د مئ په ۲۴م به د افغانستان ـ چین ترمنځ مستقیم پروازونه پیل شي

نن ټکی اسیا ( سه شنبه، غبرګولي۲، ۱۴۰۲ل): د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې وزارت سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي سره د چین سفیر وانګ یو لیدلي

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د چین سفیر ویلي چې دوی له افغانستان سره خپلي اړیکي نورمال ساتلې او غواړي چې دغه اړیکي لا پیاوړې شي.

خبرپاڼه زیاتوي چې وانګ یو ویلي چې د مئ په ۲۴ م به د افغانستان ـ چین ترمنځ مستقیم پروازونه پیل شي همدارنګه به د مس عینک کان ابتدایي چارې چټکې شي، او په وینا یې، د افغانستان څخه چین ته د صادراتو خصوصاً انارو کچه زیاتوو او د جمهوریت روغتون د بیا رغونې ترڅنګ په افغانستان کې “ارزان بیه کورونه” پروژه هم افتتاح شي.

خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي چې په یاده لیدنه کې مولوي امیر خان متقي د چین له دغو ګامونو هرکلی وکړ، د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د پروازونو پیل د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره یو ښه فرصت وباله او د ویزو په ورکړه کې د لا اسانتیاؤ غوښتنه وکړه.

خبرپاڼه کاږي چې یاده ناسته کې په نورو دوه اړخیزو مسائلو هم بحث وشو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx