افغانستان

د امریکاسفیر: د عطا محمد نور څرګندونې تاوان پېښولی شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري۲۶مه، ۱۳۹۳ل): په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر جیمز کنینګهم وايي چې د ټاکنیزو ناندریو په اړه د بلخ د والي عطا محمد نور څرګندونې  کولای شي تاوان جوړ کړي.

د بلخ والي له راتلونکي دولت سره د نه همکارۍ او آن پر وړاندې يې د پاڅون خبره کړې وه.

د امریکا سفیر وايي چې ما نوموړي ته وویل چې له راتلونکي دولت سره باید د خلکو د هوسايي په خاطر مل واوسي او داسې ورګډ شي چې نړیواله ټولنه يې هم ملګرتیا وکړي.

د ده له قوله د افغانستان د راتلونکي ولسمشر لپاره دا اړینه ده چې پراخ ملاتړ ولري آن هغه خلک هم د ځان ملګري کړي چې رایه يې نه ده ورکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو سفیر له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې که چېرته ټاکنې د عطامحمد نور او د هغه د پلویانو په ګټه لاړې نشي نو بیا پکې د پاڅون خبره کېږي.

دی وايي چې په ډيموکراټيکو ټاکنو کې یو ګټونکی وي او بل بایلونکی؛ باید چې بایلونکی خپله ماته ومني.

دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د بلخ والي عطامحمد نور، د ملي امنیت پخواني مشر اسدالله خالد او د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق شریکه ناسته هم کړې وه.

د شنونکو په باور د عطا محمد نور د پاڅون دعوه ښايي له دوی سره په همغږۍ شوې وي.

د امریکا سفیر وايي چې د ناټو په راتلونکې سرمشریزه ناسته کې باید نوی افغان ولسمشر ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان په اړه د ناټو وروستۍ سرمشریزه ناسته به د سپټمبر په لومړۍ اوونۍ کې په بریتانیا کې ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x