
نړۍ
اوغان په دویم پړاو ټاکنو کې د اردوغان ملاتړ اعلان کړ
نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، غبرګولي۲، ۱۴۰۲ل): اوغان اذربایجان الاصله ترکی دی چې په دوهم پړاو ټاکنو کې یې د رجب طیب اردوغان ملاتړ اعلان کړ.
د ترکیې د ولسمشرۍ ټاکنو ملتپال نوماند سېنان اوغان د ټاکنو په لومړي پړاو کې درېیم ځای او د ټولو کارېدلو رایو پنځه سلنه خپلي کړې وې، خو په دویم پړاو ټاکنو کې یې د پلویانو رایې مهمې ګڼل کیږي.
یاد ملتپال نوماند په را روانه یکشنبه د دغو ټاکنو د دویم پړاو په درشل کې د یوه بیان له لارې له خپلو پلویانو وغوښتل چې اوسني ولسمشر او په روانو ټاکنو کې د مخکښ نوماند رجب طیب اردوغان ته رایه ورکړي.
د نوموړي یاد اعلان چې په دویم پړاو ټاکنو کې د رجب طیب اردوغان ترڅنګ درېږي، د اپوزیسیون د ټلوالې نوماند کمال کلیچدار اوغلو ته دروند تمامېدای شي.