
وانګ یو؛ د افغانانو په مقابل کې د فشار او بندیزونو سیاست نه تائیدوو
نن ټکی اسیا ( سه شنبه، غبرګولي۲، ۱۴۰۲ل): د کورنیو چارو وزارت له رسمي ادرس څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني تېره ورځ په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره لیدلي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده لیدنه کې وانګ یو ویلي چې موږ په دې باور یو چې د ملتونو پرمختګ یوازي په یوه ازاد او خپلواک چاپېریال کې ممکن دی او افغانان اوس همداسې یوه مسیر ته برابر شوي دي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړې چې موږ په نورو هیوادونو د فشارونو، بندیزونو او لاسوهني د سیاستونو پلوي نه یوو او په وینا یې، د افغانانو په مقابل کې هم د فشار او بندیزونو سیاست نه تائیدوو.
خبرپاڼه زیاتوي چې په ورته مهال د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د چین هیواد د واقعبینانه موقف ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده چې په نړیوال تعامل کې د عدالت عنصر نهایت مهم دی، ترهغو چې اخلاقي اصول په دې ساحه کې د ضوابطو په توګه حاکم نه شي د اعتماد واقعي فضاء نه رامنځته کیږي او په وینا یې، نورو ته په ذهن او عمل کې شر پالنه یو ناروغ سیاست دی، موږ په ښو اړیکو باور لرو، د اسلامي امارت تګلاره د تعامل او تفاهم ده، د خیر اراده لرو چې له نورو مو هم همداسي توفع ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لوریو په اسلام آباد کې د درې اړخیزي ناستې پایلې مثبتي وارزولي او په بېلابېلو برخو کې د اړیکو په پراختیا ټینګار وشو.