افغانستان

بلغاریا کې د شهید شویو ۱۸ تنه افغانانو جسدونه هیواد ته را انتقال شول

نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، غبرګولي۳، ۱۴۰۲ل): د ا.ا.ا. د بهرنیو چار وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بلغاریا کې د یوې غمجني پېښي له امله هغه هیوادوال چې د روان میلادي کال د فروري په ۱۷ مه نېټه د بلغاریا پلازمنیه صوفیا کې اروپا ته په لار یې په یوه کانټینر کې د تنفس د کمښت له امله ژوند له لاسه ورکړی وه، د اسلامي امارت د مسؤلینو په هڅو د اریانا افغان هوایي شرکت له لاري یې جسدونه هیواد ته را انتقال او د عامې روغتیا وزارت د ځانګړو امبولانسونو په ذریعه خپلو سیمو ته ولیږدول شول.

خبرپاڼه زیاتوي چې د یادو شهیدانو د انتقال بهیر د بلغاریا هیواد د محکمې د فیصلې د تاخیر او د جسدونو انتقالوونکو شرکتونو ته د پیسو د لیږد په برخه کې د ظالمانه بانکي بندیزونو له امله له ځنډ سره مخامخ شو چې بالاخره د بهرنیو چارو وزارت او بلغاریا کې مېشت افغان سفارت په هڅو او دولتي مصارفو یاد شهیدان را انتقال او کورنیو ته تسلیم شول.

خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي چې د ا.ا.ا. د پېښي له امله د قربانیانو کورنیو ته تسلیت وړاندي کوي او یو ځل بیا په ټولو افغانانو غږ کوي چې د ناقانونه او قاچاقي لارو له امله خپل ژوند په خطر کې وانه چوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx