
په وزارتونو کې د مراجعینو لپاره د اسانتیا برابرولو په هکله د ا.ا.ا. د عالي مقام فرمان
نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، غبرګولي۳، ۱۴۰۲ل): د ا.ا.ا. له عالي مقام څخه په وزارتونو کې د مراجعینو لپاره د اسانتیا برابرولو په هکله په صادر شوي فرمان کې چې په دریو مادو مشتمل دی، په لومړۍ ماده کې راغلي چې د وزارتونو، مستقیلو ریاستونو، سترې محکمې، محکمو، ولایتي ریاستونو، امنیه قومندانیو، ولسوالیو او د نورو امارتي ادارو مسؤلین مکلف دي چې اړوند وزارتونو او ادارو ته د مراجعینو د منلو لپاره لازمي آسانتیاوي برابري کړي ترڅو په مستقیم ډول خپل مشکلات مسؤلینو ته وړاندي کړي.
همدارنګه د فرمان په دوهمه ماده کې راغلي چې که چیري د دې فرمان په لومړۍ ماده کې د درج شویو مسؤلینو د چارو د تراکم او زیاتوالي له امله ونه کړای شي له مراجعینو سره وګوري او ستونزي یې واوري نو خپل استازی دي له مراجعینو سره د کتني او د هغوی د ستونزو د لري کولو لپاره توظیف کړي.
فرمان کې همدارنګه راغلي چې د دې فرمان په لومړۍ ماده کې د درج شویو مراجعینو مسؤلین مکلف دي چې ډېر ژر د مراجعینو عریضو او ستونزو ته رسیدګي وکړي.
همدارنګه د یاد فرمان په درېیمه ماده کې یاد فرمان د توشیح له نېټې څخه نافظ او په رسمي جریده کې د خپرېدو وړ بلل شوی دی.