
افغانستان
یاده اداره وایي چې دا کارکوونکي به تر۶میاشتو هلته عملي زده کړي کوي
نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، غبرګولي۳، ۱۴۰۲ل): د اوسپنې پټلۍ اداره وایي چې د بلخ ولایت د اوسپنې پټلۍ ریاست اړوند ۲۰ تنه تخنیکي کارکوونکي د سوګډیانا ټرانس کمپنۍ ته د عملي زده کړو لپاره معرفي کړي دي.
یاده اداره زیاتوي چې دغه تخنیکي کارکوونکي به د ۶ میاشتو لپاره د سوګډیانا ټرانس ازبکستاني کمپنۍ چې د حیرتان ـ مزارشریف اوسپنې پټلۍ انتقالات او ساتنې چاري ترسره کوي، له متخصیصینو څخه د رېل پټلۍ اړوند د انتقالاتو، مراقبت او ساتني په برخه کې عملي روزنه ترلاسه کړي.
یاده اداره همدارنګه زیاتوي چې هڅه کوی خپلو کارکوونکو ته د عملي زده کړو زمینه برابره کړي، ترڅو وکولای شي چې د اوسپنې پټلۍ ټولې چارې په افغاني کادرونو مخ ته یوسي.