
یونیسف؛غواړو په افغانستان کې ترهرکلي او هرې سیمي لازمي مرستي ورسوو
نن ټکی اسیا ( چهارشنبه، غبرګولي۳، ۱۴۰۲ل): د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې وزارت سرپرست وزیر ملا محمد یونس اخندزاده په افغانستان کې د یونیسف ادارې له استازي “ فران اکویزا، د یونیسف ادارې د واش پروګرام رئیس ډومینګ پورتویت او د واش پروګرام کارپوه حبیب الرحمن سره لیدلي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده لیدنه کې د یونیسف ادارې او واش پروګرام استازو وویل، موږ د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت سره په پوره همغږۍ چارې ترسره کوو او زیاته یې کړه چې یونیسف اداره غواړي چې د یاد وزارت په همکارۍ سره خپلي لازمې مرستې د هیواد تر هر کلي او هرې سیمي پوري ورسوي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په ورته مهال د یاد وزارت سرپرست وزیر د دې ادارې له دوامره مرستو څخه د مننې ترڅنګ د اسلامي امارت له پالیسۍ سره سم په افغانستان کې د دې ادارې ستونزو ته د رسیدګي او په دې برخه کې د لازیاتو اسانتیاؤ برابرولو ژمنه وکړه.
خبرپانه زیاتوي چې په یاده لیدنه کې دواړو لوریو په دوامدارو همکاریو ټینګار وکړ.