نړۍ

برطانیه:سخت دریځه دیني عالم دفرانسي حکومت کړنو په قهرکړی دي

ANJUM_CHAWDARI(نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۱۰)له سیمي څخه خبرورکړل شوی دي چي په پرطانیه کي  (ISLAM4UK) اسلام دبرطانیی لپاره دیو اسلامي ګوند مشر انجم چهودري هغه وخت دفرانسي پر پوله دسرحدي پولیسو له لوري ونیول شو  کله چي نوموړي دخپلو یوشمیر ملګرو سره یوځاي غوښتل له برطانیی څخه وفرانسي ته داحتجاج په توګه ورشي، اوپه فرانسه کي دحکومت دهغي پریکړي په خلاف چي مسلماني ښځي به حجاب نکوي په مظاهرو لاس پوري کړي.

ویل کیږي سرله صبا څخه به په فرانسه کي دپریکړي پلی کیدل پیلیږي. انجم چهودري په برطانیه کي داسلام دبرطانیی لپاره دګوند مشري په غاړه لري، دنوموړي پرګوند باندي دبرطانیی دحکومت له لوري له تیرو څو کلنو راپدی خوا بندیز لګول شوی دي، برطانیی حکومت پرنوموړي باندي تورلګولی وو، چی انجم چهودري دبرطانیی مسلمانه ټولنه دترهګري په لور هڅه وي، تیرکال هم نوموړي ګواښ کړي وو چي دبرطانیی په هغه ښارکي چي وګړي یی په افغانستان کي دبرطانیی دفوځي مداخلي ملاتړ کوي له ۵۰۰ تابوتونه سره یوځاي مظاهره کوی خو وروسته یی بیا دبرطانوي چارواکو له لوری مخه ډب او ورته اجازه ورنکړل شوه، خو لدي څخه وروسته نوموړي یو ځل بیا هڅه وکړه
ترڅو په افغانستان کي دامریکي ترمشري لاندي دګډو ځواکونو دبربریت او دولسي وګړو دعامه وژني قضیه راپورته کړي اود افغانستان روان حالات دبرطانیی دهروګړي ترغوږه پوري ورسوي، خو دبرطانی دحکومت له لوري یی یو ځل بیا سخت مخالفت وشو اوپه لسګونو ملګري یی دپولیسو له لوري ونیول شول، اونوموړي ته دحکومت له لوري سخته ګوت څنډنه وشوه چي له دارنګه کړنو څخه باید لاس په سرشي، خو نوموړي رسنیوته ویلي چي برطانویان او فرانسویان به په دارنګه کړنو سره دمسلمانانو ارادي کمزوري نکړي، بلکه پدي سره به نور مسلمانان خپل دین ته نژدی کړي، ځکه ټول مسلمانان باور لري چي یواځی الله لوی اوقوي ذات دي او دالله جل جلاله له ارادي څخه پرته څوک هیڅ هم نشي کولاي.
فرانسوي چارواکو له ښاغلی انجم څخه فاسپورټ اخیستي دي نوموړي یی په یوه بیړي کي سور کړیدي اوفاسپورټ یی دپولیسو په لاس ورکړیدي ترڅو دي او فاسپورټ یی یوځای برطانوي پولیسو ته وسپاري.

بخت الرحمن بخت……………………..نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x