
مولوي عبدالکبیر؛ ا.ا. ژمن دی چې افغان خاوره به د هیچا په وړاندي ونه کارول شي
نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، غبرګولي۴، ۱۴۰۲ل): د ارګ له رسمي پاڼي څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر سره په کابل کې د چین سفیر وانګ یو لیدلي.
خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفیل ویلي چې افغانانو تل د چین په ګډون له ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکي پاللې دي او اسلامي امارت ژمن دی چې افغان خاوره به د هیچا په وړاندي ونه کارول شي او زیاته کړې یې ده چې افغان سوداګرو ته د چین لخوا د اسانتیاؤ برابرولو له امله مننه کوو، اسلامي امارت چینایي پانګوالو ته د هغوی د امنیت په ګډون ټولې اسانتیاوي رامنځته کوي.
خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي همدارنکه ویلي چې په افغانستان کې لویې ننګونې هوارې شوې او د شته ستونزو لپاره هم کار روان دی.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې په ورته مهال په کابل کې د چین سفیر وانګ یو په افغانستان کې د امنیت په ټینګښت خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې چینایي چارواکي په افغانستان کې د سولې او دایمي ثبات غوښتونکي دي او ګاونډيو هیوادونو ارامتیا د چین په ګډون د ټولې سیمي په ګټه ده او زیاته کړې یې ده چې په اقتصادي برخه کې د کابل او بیجینګ ګډې همکارۍ او هڅي دواړه لوري ښو پایلو ته رسولی شي، د کابل او چین ترمنځ د مستقیمو الوتنو پیل د ښو اړیکو ښکارندوی دی.
خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي همداراز ویلي چې هیواد یې د ستونزو د حل په موخه خبرو ته لومړیتوب ورکوي.