افغانستان

افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارو او دا.ا.ا. اړوندو ادارو ترمنځ دهمغږۍ ناسته شوې

نن ټکی اسیا ( پنجشنبه، غبرګولي۴، ۱۴۰۲ل): د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون ورځ چهارشنبه، د یاد وزارت په مقر کې په افغانستان کې مېشتو د ملګرو ملتونو ادارو او د ا.ا.ا. اړوندو ادارو تر منځ د همغږۍ ناسته شوې.

خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له ادارو او مرستندویانو څخه د افغانستان له خلګو سره د سخاوتمندانه مرستو له امله مننه وکړه او ویې ویل چې افغانستان د ځوان خواریکښ کاري ځواک او پراخو طبیعي زیرمو په لرلو سره د پرمختګ او په ځان بسیایني بې ساري ظرفیت لري خو څرنګه چې هیواد د څلورو لسیزو جګړو ځپلی، د یو څه وخت لپاره د نړیوالو له خوا داسي مرستو ته اړتیا لري چې له برکته یې افغانستان په خپلو پښو ودرېږي او د مرستو ترلاسه کوونکي هیواد په ځای په مرسته کوونکي هیواد بدل شي.

خبرپاڼه زیاتوي چې په ورته مهال د ا.ا.ا. د بیلابیلو وزارتونو مشرانو د ملګرو ملتونو ادارو او نورو خیریه بنسټونو ته په خپل وار د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او غوښتنه یې وکړه چې هیواد ته د راتلونکو مرستو د لا ډېر مؤثریت او شفافیت د باوري کولو په موخه له اړوندو سکتوري وزارتونو سره دي همغږۍ نوره هم پیاوړې شي او د پروژو په طرحې او تطبیق کې د افغانستان د خلګو لومړیتوبونه په پام کې ونیول شي.

خبرپانه کې راغلي چې د غونډي په مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي او د یوناما مرستیال رامزالاکبروف د خبرو په مهال ویلي چې موږ غواړو چې افغانستان سوکالۍ او په ځان بسیایني ته ورسيږي او زیاته کړې یې ده چې د مرستو ویش به په داسي ډول تنظیم شي چې خلګو ته کاري فرصتونه رامنځته کړي او د اقتصاد څرخ په حرکت راشي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د غونډي په جریان کې د نورو نړیوالو مؤسسو استازو هم په خپل نوبت خبري وکړې او په پای کې دواړو لوریو د لا زیاتي همغږۍ په موخه د افغانستان اسلامي امارت د اړوندو ادارو او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو تر منځ د همغږۍ د یوې کمېټې په جوړولو توافق وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx