افغانستان

د لوګر ازرې ولسوالۍ کې درنه جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۲۶مه ۱۳۹۳ل:) طالبانو د لوګر ولايت ازرې ولسوالۍ پر مرکز او اړوندو امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.

د لوګر ولايت امنيه قومندان عبدالحکيم اسحاقزي رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې تېره شپه دوه بجې شاوخوا ۷۰۰ طالبانو د ازرې ولسوالۍ پر مرکز او نژدې امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړي او د دواړو لوريو تر منځ اوس هم سخته نښته روانه ده.

ښاغلی اسحاقزی وايي، چې تر اوسه دواړو لوريو ته مرګ ژوبله اوښتې، مګر د تلفاتو په اړه يې د معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

د کارپوهانو په اند ازره ولسوالۍ هغه ستراتيژکه سيمه ده، چې که سقوط وکړي، پلازمېنه کابل هم ورسره سقوط کوي.

تېره مياشت د ملي امنيت عمومي ريس رحمت الله نبيل د ولسي جرګې غوڼدې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې دولت بايد د ازرې امنيت ته توجه وکړي؛ ځکه چې طالبان غواړي له نوموړې ستراتيژکې سيمې په ګټه اخيستو ځانونه پلازمېنې کابل ته راورسوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x