شعـــــرونه

اوو ویشتمه فی البدیهه مشاعره!

ترتیب او را ټولونه ; محمدحسن (جهادي عمري)

پۀ اونیزه فی البدیهه مشاعره کې د شاعرانو شریک شوي بیتونه!

نیټه۵/ذي القعده/۱۴۴۴

د (ګلبڼ اونیزه مشاعره) تر سر لیک لاندې؛ پۀ یوۀ شاعرانه محفل کې یوه لۀ ښکلا ډکه مشاعره تر سره شوه ! چې انتخابي بیتونه یې لاندې راوړل شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بیت !
صاف دلانو لره لږ نصیحت بس دی
د ګؤهرو پیوستون په نري تار شي
ارواښاد عبدالرحمان بابا
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د وطن د مزدور پل پرې لګیدلی
ملغلرې دې لوګی له دې غبار شي
راشد کامران

نه دې شپه په غم ککړه وي وطن کې.
نه دې ورځ د کومې مور د زړه پرهار شي.
حفیظ الله هاتف

د حُریت او ارتقاء دې جوړ دیار شي
دا چنار وطن دې دنګ لکه چنار شي
عبدالستار رسان

لږ د سترګو، د غوږونو غم په کار دى،
چې وطن مو لاله زار شي، نغمه زار شي.
نورالحبيب نثار

په دې خاوره کې قدم، قدم شهيد شته
هديرې د ګل جامې کړي چې بهار شي
ګل رحمن رحماني

که زه! ته او هغه درې واړه لاس یو کړو
لا به نور هم دا وطن ګل او ګلزار شي
قاري یوسف احمدي

دا وطن دي نور د جنګ په لوري نه ځي
نور په امن دي زما هر وطندار شي
طالب کریمي

مضطرب زړۀ به مې هله پۀ قرار شي
چې د وصل پۀ خؤږه پیاله خمار شي
منصور درمان

روحانیت له مستانه رڼاؤ جوړ دی
ځکه روح باندې تیاره نړۍ سهار شي
راشد جالب

پاس په بام د ارتقا به هله جيګ شي
چې د علم په ګاڼه باندې سينګار شي
څرګند نجيبي

دريغه! عمر مو په داسې تلوار درومي
چې خبرېږې نو ماښام شي او سهار شي
احمدګل ريان

ته یې چېرته؟ چې څراغ رڼا کړه تته
غزلونه مې دې ستا له مخ سینګار شي
موسی خېل

چې غزل دي د باړخو په هکله لیکم
تخیل مي ګلابونو کې ایسار شي
خالد ریحان

ادا ګانې د ښکلا او حسن نښې
د دردونو تبسم پکې شهکار شي
علامه محمدي

ستا د برګو، برګو سترګو له اثره!
ټول محفل ټپه، ټپه شي، یکه زار شي
جهادي عمري

که له مرګه وروسته بیا ځلې ژوندی شم
هغه ژوند دې هم داستا په مینه ځار شي
مهاجر زاهد ساپی

د ابهام مرحلې څومره عجیبه وي
چې سړی د مخ په دښته کې حصار شي
محمدالله تبسم

د باړخو ډب یې زړګي ته لاره کاندي
په خندا کي یؤ په سله مزیدار شي.
عبدالغني وفا

د ګلاب ښکلا مرهونه د ازغيو،
خداى دې نه کا چې ګلونه مو بې خار شي.
نورالحبيب نثار

د جانان د غزواتو له تقدیسه
سپین تندی په پرهرونو مزیدار شي
منتظر نجرابی

زما زړه پر هدیرې زره، زره کړئ
چي را شین د فـ.دایی یار په مزار شي
مفکر رښتین

د هغه حسن بیخي عمر دراز وي
چې غوټې غوندې حجاب کې را ایسار شي
شرر ساپی

د شهرت تندې اخیستي فنکاران دي
د خپل فن له حال به څنګه خبردار شي
احمد موسی خېل

ځان ته کوم مکان اسره کړم ضرورته?!
د خالي لمن به کوم مطلب پکار شي?!
محمد الله درد

قاتلانې هیلې څــه له زړه کې ساتې؟
دغه نه ښایي انسان ته چې خونکار شي
اکرام الله امېد

ازرده بـه رانه شې انانیته!
بیا که ژوند د خود خواهۍ پۀ نوم تکرار شي
نظم الدین ندرت

ساقي! نن دې پۀ جامونو بیر وبار دی
ساقي! نن بۀ دې غریب سړی پکار شي؟
نقیب الله حنیف

څه هنر د یار د څو مخونو زده دی
کله ګل، کله اغزی شي کله خار شي
اسرار عمر

د بېلتون د شپو بلاوې رانه تاوې
ستا د هجر شپه به بیا کله سهار شي?
شفاعت ریحان

ورته وړاندې کړئ‌ د خدای د کتاب توري
چې دا ښکلی تلوار پرېږدي او ايسار شي
ضيأ ضمير

زما ټوله زندګي ورته ډالۍ ده
صدقه دي له چشمانو د نګار شي
یعقوب شجاع

زه به سر په نذرانه کې ور ته کښېږدم!
که د مینې په نامه راسره یار شي
سیدمحمد صدیق

د زړګي لارې کوڅې په انقلاب کړي
چې سلګۍ د چا انځورې په سیتار شي
علامه محمدي

اوېزانې مې د ژوند پر غړۍ هېلي
چې دې اوښکې پر بڼو قطار قطار شي
معاويه زيارمل

نور دې لاس راکه سفر مې نهايي که
غواړم نور مې دا رنځور زړه لږ قرار شي
احمدالله نثار

چې په لار د بېلتانه باندې یې لار شي!
بیا به خاورې خوشحالي ورنه اظهار شي!
خالد إحسان

کله کله بغاوت له ځانه وکړی
کله کله یو سړی په سمه لار شي
مهاجر زاهد ساپی

یقین وکړه که د روغې ورځ څښتن شي
چې څوک ښکار د مظلومانو د ازار شي
حامد ملنګ

چې په تا باندی میین شي نو هوښیار شي
سمدستي دِ تا د مینې تابعدار شي
وحیدالله وحیدي

چې د ستا د تورو سترګو طلبګار شي
د منصور غوندې ټالۍ وهي په دار شي
لاروی خروټی

چې یې ستا د خولګۍ تور په لمن پریوزي
له خپل سیوري نه ډاریږي بدیدار شي
خالد ریحان

څه نازک حسن یې زړه واخلي او داسې
څه له دنګو ګړنګونو را غوزار شي
عزیزالرحمن ایاس

څه غمونه ډېر ژور په زړه کې ښخ کړم.
څه غمونه وي غمي غمي انګار شي.
حفیظ الله هاتف

د خواږه وجود قېمت هله هِسیږي
چې سړی افت زده شي یا بیمار شي
سیحان کندهاری

رغیدل یی په ملا او طبیب نه شي
څوک چې ستا د لیونیو سترګو ښکار شي
بندیوان لټون

کمـه وي مـې د زړه وینـه رنـځ د هجر
ته راوګرځه چې دغه مرض خوار شي
مستغفر ګربز

ستا له مینې مې ټول زړه او ځان قربان دی
رانژدې شه چې وجود مې درنه ځار شي
نورګل اندړوال

تاچې وه وینم سبحان الله تکرار کړم
د رنځور زړګي دردونه مې کرار شي
احمد غازي

د سهار وجود دې خاورې او ایرې شي
د وطن له ښکلا ګانو نه دې ځااار شي
ساجد سهار

نه به بیا په کږو وګوري دې ښار ته
نه به بیا راستون دې کلي ته اغیار شي
دانش ملنګ

لکه څومره چې يې کړی پر مخ تګ دی
ګران هېواد دې لا نور هم بهار – بهار شي
وصاف

دې جونګړو پورې مه خانده رقيبه
درپسې به د کوم سوي زړه ازار شي
ګل رحمن رحماني

د وطــن بــه هره دښــته ښایـستـه شي
جوړېدو ته که یې ټول زلمي بیدار شي
سعد محمد

په خېبر دې د ابدال لښکرې واوړي
پر ګجرات دې د محمود د تورې وار شي
مهاجر زاهد ساپی

ځینې دومره د کافر احترام کاندي
لکه چاته چې ورستون لۀ حرم پلار شي
نصرت طالب

دلته خلک شته چې کفر کې خوشحال وي
دلته خلک شته چې دين ته شي نهار شي
احمدګل ريان

سخن فهمو پسې هر سړی لګیا وي
چېرته ګل ارغواني چېرته کوکنار شي
موسی خېل

په هستۍ اوخوشالۍ کې یاران ډېر دي
دوست هغه دَ چې په سخته کې په کار شي
سید سبحاني آغا

چې د ژوند بلبل یې زخم په زړه وخوري
بېګانه له هر ګلشن او هر ګلزار شي.
امین زرګر

د ناځوانه زمانې په بد ماحول کې
هرسړی چی څومره خوږ شي هومره خوارشي
عنایت الله عرفان

د غمونو قافلې په ما را درومې
شیرین یار چې مې له سترګو نه کنار شي
ګمدل

نالیدلې تندې ژباړمه ستا خیال کې
مئین زړه مې ستا د حُسن خریدار شي
حامد ناصر

د خدای رحم شبنمي انځور کړي غوره.
خنډې اوښکې چې دېره په سپین رخسار شي!
راشد جالب

لیونی حسن دی خدای در پېرزو کړی
هره زلفه دي په سپین مخ باندې خار شي
شفاعت ریحان

خدای رازق دی مړۀ به نه شي څوک د لوږې
زهرجن فصل دې بند نور د کوکنار شي
تراب شينواری

پای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx