افغانستاننظــر

د نمرو وېش؛ څوک کامیاب، څوک ناکام دي؟

لیکوال: میا هدایت الله محمدي

تېره ورځ په سپېدار ماڼۍ کې د اسلامي امارت د مشرانو په وړاندې په خلاصه فضاء کې د هېواد فرهنګپالو او مخورو شخصیتونو ته د روانو حالاتو په اړه د اظهار نظر غونډه جوړه شوې وه، داسې غونډې جوړېدل، خورا مهمې او اړینې دي؛ ځکه چې د افغانانو د دښمنانو هغه ادعاوې او دعوې باطله ثابتوي چې ګواکې اوس په هېواد کې د بیان ازادي نشته یا وایي چې اوس د هېواد په رسنیز ډګر باندې بندیزونه لګیدلي او هر څه د طالبانو له لوري سانسور کېږي، موږ دا غونډه او له دې غونډې ور اخوا د نورو دغسې غونډو جوړېدل او په ډاډمنه فضاء کې د هېوادوالو نظرونه اورېدل مثبت اقدام بولو او د دې اقدام په اړه د امارت ټول مسؤولین او مشران د سلو نمرو مستحق او حقدار بولو؛ ځکه چې موږ د جمهوریت پر مهال هم د غونډو او تش په نوم د بیان د ازادۍ شاهدان وو.

موږ هغه وخت هم په یاد لرو چې چا به په لویو غونډو کې د حامد کرزي، اشرف غني، عبدالله او یا نورو په وړاندې منفي څرګندونې ورکړې؛ نو برخلیک به یې څه ډول و؟

خبره رانه اوږده نه شي، د تېرې ورځې د غونډې ویناوال د مختلفو ذهنونو او دریځونو خاوندان وو، یو په کې د استاد اسمعیل یون او بل په کې د ډاکتر فیاض ساپي په نومونو د هېواد دوه سپین ږیري شخصیتونه هم وو.

استاد اسمعیل یون هر اړخیزه وینا وکړه، مثبتو کړنو ته یې جګې او ځینو ته یې متوسطې او ځینو ته یې د صفر نمرې او درجې ورکړې، دا د هېواد د یوه استاد خپل خیال او ارزونه وه، چې استاد د دې نمرو په وېش کې له انصافه کار اخیستی او یا نه، دا به هېوادوالو ته پریږدو؛ خو بل لوري ته بیا ډاکتر صاحب ساپي توند انتقادونه وکړل او رښتینو مشرانو په ارامه او سړه سینه د دغه سپین ږیري خبرې واورېدلې او زه پوره باوري یم چې د خبرو او انتقاد د سپینوي په اړه به یې هماغه وخت اقدام هم شوی وي؛ خو رازم دې ته چې اوس په ټولنیزو رسنیو کې د استاد اسمعیل یون د نمرو په اړه نیوکې کېږي او دا بې انصافي بولي چې ولې یې اوسنیو واکمنو ته داسې نمرې ورکړې؛ په داسې حال کې چې موږ ټول شاهدان یو چې اوسنی نظام او اوسني واکمن مسؤولین له دغو نمرو څخه د لا ډېرو نمرو او پلس شاباسۍ حقدار دي.

خو بل لوري ته بیا د ډاکتر ساپي خبرې د واکمنو په وړاندې د صبر، زغم او بیان د ازادۍ لامل نه ګڼي او هغه لوری یې زیات ځلوي چې ګواکې د هېواد روغتیایي چاپیریال د فلج کېدو سره مخ دی.

زه وایم چې ایا هغه ورځې مو یاد نه دي چې د قوم مخور او علما به په داسې لویو غونډو کې د حق په ویلو له سټیج راغورځول کېدل او بیا به د زندان تور تمبو ته غورځول کېدل؟

په هغه وخت کې خو هېچا دا ونه ویل چې دا د بیان د ازادۍ ارزښتونو ته سپکاوی دی؛ بلکې ډېر داسې ړانده او حلقه بګوش لیکوالانو به بیا هم د وخت حاکم ته د سلو نمرو تر څنګ د شاباس القاب کارول.

موږ که د خدای جل جلاله په وړاندې ځان مسؤول ګڼو؛ نو باید د اوسنۍ ادارې د مشرانو دې حوصلې او زغم ته سل نمرې او د شاباس درجه ورکړو او تر څنګ یې باید د کلک ملاتړ ژمنه ورسره وکړو؛ ځکه دا مشران کامیاب مشران دي او هغه چې هېواد او هېوادوال یې په ستونزو کې راګېر کول او د پردیو د شومو موخو له پاره یې په سرونو، مالونو او عزتونو سوداګري کوله، هغه ناکام او سرکوزي وو.

بله خبره لکه څرنګه چې د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیر خان متقي صاحب وکړه هغه د رسمیات خبره وه، نوموړي وویل چې موږ له ټولو ګاونډیو سره ښې او مثبتې اړیکې لرو او د افغانستان خاوره اوس د پور امنه فضاء شاهده ده، که کومه وړه ستونزه رامنځته شوې هغه په بیړه هواره شوې او غوټه مو د لاس په ځای په خولې نه ده خلاصه کړې، موږ د دې خبرې د یقیني او حقیقي بڼې په اړه هم شاهدي ورکوو، چې د ښاغلي متقي صاحب د نه ستړي کېدونکو هڅو او خورا مثبت سیاسي دریځ او ځیرکتیا برکت دی چې نن موږ له هېڅ ګاونډي هېواد سره لاس او ګرېوان نه یو او د همدغو سپېڅلیو هڅو پایله وه چې له سوډان، ایران، عربي اماراتو او پاکستان څخه مو ګڼ شمېر ورک او تري تم بندیان ازاد او خپل هېواد ته راستانه کړل، دا هڅې او ستړیاوې دې خدای جل جلاله په خپل عالي دربار کې قبولې کړي او د ښاغلي متقي صاحب د همت مټې دې لا پیاوړې او غښتلې شي.

زما یاد دي کله چې د حامد کرزي د واکمنۍ دوره وه پاکستان په ډیورنډ کرښه د ظلم اقدام کړی و او څه کلي او کورونه یې بمبار کړي وو، کرزي په هماغه ساعت مطبوعاتي غونډه رابللې وه او پاکستان ته یې د ګواښ او عکس العمل په پاره دا شعر وویل:

ګر ندانی غیرتی افغانیم
چون به میدان امدی، میدانیم

په سبا یې بیرته بښنه وغوښته او د افغانانو په غرور یې سپېرې خاورې واړولې.

همدارنګه که مو یاد وي اشرف غني زموږ ځینو هېوادوالو پاکستان او ایران سره د مخالف سیاست او بلمثل چلند له کبله د شاباس او سلو نمرو مستحق ګاڼه؛ بیا به مو هغه وخت تر غوږونو داسې خبرونه هم را ورسېدل چې د خپلې واکدارۍ د بقاء او پایښت له پاره یې د پاکستان د چوهدریانو او د ایران د اخندانو دروازې ټکولې او خپله بریا یې د دوی په رضایت او خوښۍ کې لټوله، خو نن لله الحمدلله هر څه روښانه ده، سره له دې چې د امارت هېڅ مسؤول او مشر تر اوسه لویه خبره نه ده کړې او نه یې هم کوم ګاونډي هېواد سره د سر د جنګولو خبره کړې؛ خو په دې هم ډاډمن یو چې که داسې یوه اقدام او چلند ته مجبور شي؛ نو بیا د خاپښ په ګنډو او د ایران په خاوره سپین محمدي توغ رپانده ووینئ؛ خو اوس دا ووایئ چې دا د زعامت رښتیني حاکمان د سلو نمرو او شاباس مستحق نه دي؟

بله خبره د واکدارۍ او خپلواکۍ ده، موږ د تېرو دورو شاهدان یو، کله به چې بهرنیو بلواګرو د کوم قوم او ټبر مخور مشران د خپلو شومو موخو په پار بې عزته کول، نو بیا به یې د وخت حاکمان ورته وپړسول او د هغوی له لوري به په لویو مجالسو کې مسخره شول؛ خو نن موږ دا هر څه مثبت وینو او هېڅ مشر د ذلت او سرکوزۍ احساس ته نه دی پرېښودل شوی، بلکې لا یې برم، عزت او خیال ساتل شوی دی.

ایا موږ د (هژدۀ سنبله) یا (هژدۀ حوت) او دغسې نورو تیارو ورځو شاهدان نه یو چې په رڼا ورځ به د لنډغریزو لښکرو له لوري د ښار نظم او دسپلین له منځه ولاړ او په رڼا ورځ به د حاکم(!) په انځورونو ډزې کېدلې خو چا به غږ هم نه شو کولای؟

کله چې دا فرعوني ملک الطوایفي او طلسم له منځه ځي او افغان د یوې واحدې او لامثاله رهبرۍ لاندې راټولیږي او خپل حیا، عزت، مال او ناموس خوندي ویني؛ نو بیا ولې سترګې ړندې شي، ولې غوږونه ګاڼه شي او ولې ګوتې او خوله د نمرو د وېش په اړه ناراضه کېږي؟

هغو کسانو ته چې د وطن په خاوره او خلکو یې سوداګري کوله او د دوی په وینو او غوښو یې د واشنګټن برجونه او د الیزابټ تاج ساتلو، هغوی د سلو نمرو او شاباس مستحق ګڼئ؛ خو چا چې درته په رښتیني خپلواکي راوستله او په رښتینې توګه یې افغانستان د سیمې او نړۍ د ښامارانو له پنجو خلاص کړ، هغوی د ۹۵ نمرو مستحق نه ګڼئ او په پاکو لمنو یې د داغ لګولو هڅه کوي دا نو کوم انصاف او کوم عدل دی؟

عبدالرحمن بابا وایي چې:
که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي
خپل ټټو او د بل اس به برابر کړې
تو لعنت دې په دا هسې منصفي شه
چې له حقه و باطل و ته ګذر کړې
په نعمت يې شکرانه کولای نه شې
چې زحمت درباندې درشي شور و شر کړې
و بدخواه و ته څوک نېک نصیحت نه کړي
رحمان ستا په غم شریک دی که باور کړې

نو زه هغو تښتېدلو او ورخطا قلموالو ته وایم چې نور د دښمن تبر ته لاستي مه جوړیږئ، نور د خپل برم او عزت خاښونه مه پرې کوئ، په افغانانو الله جل جلاله رحم او کرم وکړ او د یوې رښتینې ازادۍ او خپلواکۍ نعمت یې ورکړ؛ د دې نعمت شکرانه ادا کړئ او سپېرې خاورې په دېوالونو مه تپئ.

د بهرنیو چارو د وزیر ښاغلي مولوي امیر خان متقي صاحب په وینا نن د دنیا هر وګړي ته د افغانستان خاوره د امن پېغام ورکوي، د سیاحت او چکر بلنه ورکوي، د پانګونې او بیارغونې پېغام ورکوي، په نورو هېوادونو کې مېشت افغانان خو پریږده د سر دښمنانو ته یې هم د بېرته راتګ بلنې او د ډاډمن ژوند د تېرولو ډاډ ورکړی؛ چې خبره د دومره لوی زغم او حوصلي وي بیا د نمرو په ورکړه ولې سترګې راوباسئ؟ ولې د مخالفت ګوتې پورته کوئ؟ ستاسو له دې رویې او شوره به چا ته ګټه ورسیږي؟

په هغه وخت کې چې چا د بیان د ازادۍ په نوم غږ اوچتولو، سرنوشت به یې څه و؟

څومره لیکولان، ژورنالست او د حق پلویان تري تم شول؟ چا یې پوښتنه وکړه؟

زموږ د وطن پنځه څلوېښت زره ځوانان د امرېکا او برېتانیا د برجونو د ساتلو په پار او د حاکمانو د واکدارۍ د پایښت په لاره له تېغه تېر نه شول؟ هغه وخت چا د نظام او د دې ظلمونو پر خلاف غږ اوچتولای شو؟ نن ولې د ړندو سترګو تقلید کوئ او ولې د یوه بې طرفه شخص له لوري د نمرو په ورکړه، منفي نغوته کوئ او په ټولنیزو رسنیو کې د شور او خلاف غږ پورته کوئ؟

که موږ د تېر حکومت کړنو او ظلمونو ته وګورو موږ باید اوسني حاکمانو ته مثبت سل نمرې ورکړو؛ موږ دومره ناانصافه او د ړانده وجدان خاوندان یو چې اوس ړانده او ګاڼه قضاوتونه کوو او سپېرې خاورې په دېوالونو موښوو، زموږ د دې ډول نیوکو ثمره او پایله به څه وي؟ ولې د داسې ورځې ارمانجن یو چې په غاړه مو د ذلت توق زنګیږي او برخلیک مو د مغرضو وګړو له لوري ټاکل کېږي؟

شاعر وایي چې:
دا خلک ولې انتظار د هغې ورځې کوي
چې پاچا مړ وي او وزیر په زولنو تړلی؟

نو موږ ته بویه چې که نور څه نه شو کولای او ښو ته ښه نه شو ویلای، دومره خو باید وکړو چې د دښمن د شومو موخو ښکار نه شو او دا وخت چا ته ور نه کړو چې په رښتینو مشرانو او اوسني سپیڅلي نظام مو د انتقاد جرات وکړي، موږ ته لازمه ده چې د رب العالمین د دې ستر نعمت (خپلواکي او ازادي) شکر وباسو او د هر طاغوتي او شیطاني دجال په وړاندې د حق غږ پورته کړو، که چېرې داسې ونه کړو؛ نو لرې نه ده چې خدای جل جلاله به مو په لویو امتحانونو کې ګیر کړي او بیا به هغه وخت هېڅ د خلاصون او غږ اورېدلو څرک نه وي.

وما علینا الالبلاغ

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx