نړۍ

ایلن ماسک؛د کلینیکي تجربې په ډول د انسان په مغزو کې کمپیوټري چیپ نصیب وو

نن ټکی اسیا ( شنبه، غبرګولي۶، ۱۴۰۲ل): د نیورالینک شرکت چې مشري یې ایلن ماسک په غاړه لري، وایي چې د امریکا د خوړو او درملو ادارې اجازه ورکړې چې د کلینیکي تجربې په ډول د انسان په مغزو کې کمپیوټري چیپ نصب کړي.

دې شرکت دا کار یو لوی ګام بللی او وایي چې له دې لاري به د انسان د مغزو او کمپیوټر ترمنځ مستقیمه اړیکه رامنځته شي او زیاتوي چې په تجربو کې د برخې اخیستو لپاره نوم لیکنه لا نه ده اعلان شوې خو په دې اړه به نور جزئیات ژر اعلان شي.

د یادولو ده چې د انسان په مغزو کې نصب کېدونکی چېپ به د انساني مغزو پیغامونه لولي او له بڼې بدلولو وروسته به یې کمپیوټر ته انتقالوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx