
د جمهوریت روغتون د اصلاحاتو طرحي په تطبیق خبري شوې
نن ټکی اسیا ( شنبه، غبرګولي۴، ۱۴۰۲ل): د ارګ له سمي پاڼي څخه په نشر شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشري او د دې کمېسیون د غړو په ګډون د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري کمېسیون غونډه ترسره شوه.
خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده غونډه کې د ملي دفاع وزارت د پرچون خریداریو لپاره له وړاندي د ادایني په څرنګوالي، د جمهوریت روغتون د اصلاحاتو طرحې په تطبیق، د ملي بس مسافر وړونکي شرکت په فعالیت، د تخنیکي مطالعاتو ادارې، د کډوالو او راستنېدونکو چارو، د عامه روغتیا او کار ټولنیزو چارو وزارتونو په اړوند او اجنډا کې د شاملو نورو موضوعاتو بحث او په هر اړخیز ډول و ارزول شول او د پورتنیو موضوعاتو اړوند لازمې پرېکړي وشوې.
خبرپاڼه زیاتوي چې د اداري کمېسیون د غونډي په پای کې یوه پلاوي ته دنده وسپارل شوه ترڅو په اجنډا کې ځیني شامل موضوعات په هر اړخیز ډول و ارزوي او پایله یې د لا زیات او دقیق وضاخت په موخه راتلونکې غونډي ته وړاندي کړي.