
افغانستان
د غزني په جاغورو کې د روږدو د درملني لپاره ۲۰بستریز روغتون جوړ شو
نن ټکی اسیا ( شنبه، غبرګولي۶، ۱۴۰۲ل): د عامه روغتیا وزازت وایي چې د غزني ولایت په جاغورو ولسوالۍ کې یې د روږدو د درملني په موخه ۲۰ شل بستریز روغتون فعال او کټي اخیستني ته وسپاره.
د یاد وزارت په وینا، په دې وروستیو کې د هیواد په ډېرو ولایتونو کې د روږدو د درملني په موخه نوي روغتیایي مرکزونه جوړ شوي او په کار کولو يې پیل کړی.