افغانستان

جنرال مومن: په هلمند کې یو ولسوال په زرګونو ډالرو مقرر شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت د ملي امنیت پخوانی ریس تورن جنرال محمد نعیم مومن وايي چې په دې ولایت کې یو ولسوال په زرګونو ډالرو مقرر شوی دی.

نوموړي دغه خبره د یاد ولایت لپاره د ملي امنیت د نوي ریس احمدالله نازک د پېژندنې په ناسته کې وکړي.

جنرال محمد نعیم نه د ولسوالۍ او نه هم د ولسوال نوم یاد کړ، خو ویې ویل چې دوی د هلمند والي ته د یو چا د ولسوال په توګه د ټاکلو مشوره ورکړه او هغه هم ورسره ومنله.

د نوموړي په قوله له یاد کس نه په کابل کې شل زره ډالر وغوښتل شو، چې  د ولسوال په توګه يې د تقرر کار خلاص شي.

جنرال محمد نعیم وايي چې نوموړي کس دومره اندازه پیسې نه درلودې له یو – بل نه يې په قرض اخیستلو دغه اندازه پوره کړې او ولسوال مقرر شو.

د ده په خبره لوړپوړي امران خپل مامورین په لوی لاس اداري فساد ته اړ باسي.

په دغه ناسته کې د ځانګړو قطعاتو عمومي قومندان اسدالله شیرزاد هم وویل چې په هلمند کې اداري فساد خورا ډېر دی او په وینا يې  د فساد شتون د دولت او ملت ترمنځ فاصله لا زیاتوي.

که څه هم هلمند د هېواد په سطحه یو نا امنه ولایت ګڼل کېږي مګر بیا يې هم ديوې ولسوالۍ څوکۍ پر شل زره ډالره خرڅېږي.

د شنونکو په باور ښايي په نا امنو سیمو کې ځکه د څوکیو قیمت لوړ وي، چې هلته بیا د پیسو د مصرف پوښتنه نه کېږي او چارواکي يواځې پیسې راټولوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شهید شهید

افغانانو ورونو السلام علیکم : زه د مصر د اخوان المسلمین نههضت ته درناوی لرم ، هغوی د دی خوځښت پلوشی هر چیری وځلولی ، زه د مرسی رح تر وخته دمصرذ مسلمانانو جهادی او فرهنګی کړنی تاییدوم او لمانځم یی ، ولی کوم کسان چه یی په افغانستان کی د دی خوځښت د پاره ټاکلی وو لکه ، ربانی ، سیاف ، حکومت یا ر او نورو په هکله تری لویه سهوه شوی ، او به دی سهوه یی نه ملامتوم په اوایلو کی د خلکو پیزندنه مشکله او نا ممکنه خبره ده ، خپلی خبری ته راګرځم ،… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx