پښــــتو ادب

تاریخ لوستل مو پر خپل مسیر ثابت ساتي! / راپور

نن ټکی اسیا ( شنبه، غبرګولي۶، ۱۴۰۲ل): (حریت فکري روزنه) چې د انلاین او چاپي خپرونو تر څنګ د عامه ذهنیت جوړولو په پار د اونیزو ناستو امتیاز هم لري خپله ناسته د خیال محمد توحیدیار په ویندوی د کلام الله په مبارکو ایاتونو د قاري نور احمد له لوري پیل شوه.۱۴۰۲/۳/۴

کرامت الله کاوون برخه والو ته د تېرې ناستې په راپور اورولو سره ګډونوال د تېرې ناستې له حاله خبر کړل. د راپور له اورولو وروسته برخه وال د موضوع اورېدلو ته تږي و، ښاغلي سمیع الله یاسر د ( تاریخ ته د ځوانانو اړتیا) پر موضوع بحث او خبرې پیل کړې.

هغه وویل، تاریخ عربي کلمه ده، جمع یې تواریخ ده او لفظي معنی یې وخت دی. تاریخ موږ ته د بشري ټولنې د مختلفو زمانو او وختونو اړوند انځورونه وړاندي کوي، دا انځورونه موږ ته د تېرو خلکو کړه وړه بیانوي او مهمه ده چې دا لیکل شوي څه د تخیل او اسطورو له مکانه په واټونو، واټونو لرې وي او دغه د قرنونو هینداره موږ ته باید د تېرو شویو قومونو مردۍ او نامردۍ په ګوته کړي.

په وینا يي، ځکه چې تاریخ د راتلونکو نسلونو تر ټولو ښه ښوونکی دی او زیاته یې کړه؛ د تاریخ لوست مو د بې اتفاقۍ او نفاق له اوره ژغوري لکه بني اسرئیلو ته چې یې د الله جل جلاله له عذابه نجات ورکړ او هم مو پر ځان ډاډمنوي او د ځان ساتلو توان را پکې پیدا کوي داسې نه لکه د اوسنیو عربو چې د الله جل جلاله د حرم ساتنه يي د صلیب لوڼو ته ور پرېښوده.

ښاغلي یاسر د تاریخي اتلانو په اوږدو کې صلاح الدین ایوبي رحمه الله او د هغه د ملګرو دقت، استخباراتي ځواک او اتفاق د نمونې په ډول یاد کړل.

هغه زموږ د اسلافو د زرین تاریخ لوستل زموږ د ښوونکي، ځوان، ماشوم، مجاهد او هر هغه چا له پاره اړین وباله چې دیني او هیوادنی مسؤلیت ور تار غاړه وي، ځکه چې زموږ تاریخ د ژوند د هرې برخې له پاره کامل بابونه لري او فکر پکې کول یې زموږ د بریالیتوب لومړنی راز دی، زموږ د اسلافو تاریخ موږ ته د لارې مشال دی که و يي نه لرو ورک لاري یو.

ښاغلي یاسر په همدې تړاو وویل، موږ هر ځل اشغالګر په فزیکي ډول مات کړی دی، موږ هر اشغالګر او تیري ګر ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، خو کله چې یې هم زموږ ځیني غلامان کړي هغوی فکري غلامان دي، که موږ غواړو چې ځانونه له فکري اشغاله خلاص کړو زموږ د تاریخ لوستل او په ورځني ژوند کې ور څخه ګته اخیستل تر ټولو غوره لار ده، تاریخ د ولسونو د تجربو میدان دی نو موږ ته ښایي چې د هغه څه له بیا تکرار ډډه وکړو چې تېرو پکې تاوان وکړ.

هغه د خپلو خبرو په پای کې له ځوانانو وغوښتل چې د اسلافو تاریخ مطالعه کړي او پخپل ورځني ژوند کې ورڅخه ګټه واخلي څو په راتلونکي کې دپردیو فکرونو له تاوانه خبر او پر وړاندې یې مبارزې ته چمتو وي.

د موضوع په تړاو وسیم اکرم هم د خپل نظر څرګندولو په اوږدو کې پر تاریخي دقت ټینګار وکړ او په وينا يي د تاریخ مطالعه موږ ته دا هم را زده کوي چې په تاریخ کې کره سرچینې پیدا کړو او له ځينو تحریفاتو ځانونه وساتو.

په همدې تړاو دادمحمد ناوک د مثال په ډول ځينې مشخص اثار او تاریخ لیکوال یاد کړل، چې په وینا ييد اسلامي نړۍ مشرانو پسې يي تر وروستي بریده ناسم معلومات غوټه کړي دي.
د غونډې دویمه برخه ازاده مشاعره وه، چې ګڼو شاعرانو خپل او انتخابي شعرونه پکې وارول.

د یادلو ده چې د راتلونکې ناستې له پاره به محمد اکرام پر لوستل شوي کتاب خبرې کوي او د دریځ چارې به سلیم وقار پر مخ وړي.
راپور: کرامت الله کاوون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx