پښــــتو ادب

د چاپې سهار؛ چې زړونه يي چول!

دادمحمد ناوک

فضل‌هادي مسلمیار په خورا شدت د مشرانو جرګې د مشرۍ مېز درباوه، خپه و او له ټولو استازیو يي په تاکید غوښتل چې د دې «بې عزتۍ» پر خلاف باید غږ پورته شي؛ هغه د نېکولسن دا پرېکړه چې د سرتېرو بریدونو امله باید کابل کې هم کور په کور پلټنه شروع شي، د «خلکو» بې عزتي بلله!

زه يي د ښار له رنګینو د کلي خړو کوڅو، شرنګولو مازیګریو او تنکیو ماښامو ته یووړم، چې د ورځې نه؛ بلکې د شپې وېرجنو چاپو يي ټول خوندونه وړي و، هغه سیمې چې په نیمه شپه يي په سپیو د تورسرو پلټنه هم د کابلۍ ادارې د مشرانو په معیار «بې عزتي» نه بلل کېده.

کله کله به چې شاعرانو د وېر ښکارندويۍ کوله، کله که به کوم سیاسي کارپوه د بد حالت تصویر وړاندې کاوه او کله به که حتی د جومات پر منبر ولاړ ملا صاحب د اتفاق چیغه پورته کوله، نو مثال کې به يي د تلویزون پر پردو نشر شوې د ښار د کومې چاودنې تصویر یاداوه؛ کله هم د ښار په کافي شافونو کې د نجونو د ګپ شپ شاعر، د تلویزن کارکوونکي، د سیاسي کارپوه، د پوهنتون استاد او حتی د ښوونځي معلم د بد حالاتو د تصویرولو لپاره خپلو مخاطبینو ته د نیمې شپې هغه چیغې انځور نه کړې چې په دوه کلنو ستونو کې د خونو چتونو غلې کړې!

ټولې دنیا، د کلي د نیمې شپې په خاموشي کې هغه سوې کوکې نه اورېدلې، چې د ځوانې مېرمنې مخ ته به د خاوند یوازې د غوښو سوځلې ټوټې کېښودل شوې، چې د ماشوم له شیدو ډکه خوله به د خونې د چت لرګیو لاندې له وینو ډکه شوه، چې محجوبې مېرمنو به لوڅ سره پر سرونو ټومبلیو بتیو رڼا کې د زاریو لمن غوړوله؛ د ماشومو زده کوونکو پر وړاندې به د هغو د مشرانو نیم بدنونه په ډالۍ کې پرېښودل شو او دوی به د مدرسې ړنګو دېوالونو ته زبون وهلي د خپلو ملګرو له نیمو جسدونو سره ناست و!

دنیا نه لیدل، نه يي اورېدل، نه يي ځان پوی کاوه، دلته د دې وېرجنې شپې سهار تر دې شپې خونړی، زړه خوړونکی او له داسې لمر سره راته لکه تندر چې نیولی وي؛ ډله کلیوالو به له کوره لرې د غوښو یوه یوه ټوټه موندله، په بم خلاصې شوې دروازې ټوټې به يي له لارې لرې کړې، تر لوټو لاندې به کوچنۍ پښه راوتلې وه، سره نارې به شوې:
ـ دلته هم شهید دی!

لوټې به يي يوې بلې خواته کړې او ایله د څو میاشتو ماشوم به له لوټو په خاورو لړلی را وایستل شو، بل به بل کونج کې تر ړنګو دېوالونو را وتلې د ټیکري څنډې ته اشاره وکړه:
ـ دلته هم شهیده ده!

بیا به څادرونه پرې را وګرځول شول، لوټې به یوې بلې خواته شوې او یوازې سوځلې ټوټې به له خاورو څنډ وهل شوې، هوار کړي څادر کې به ونغښتل شوې!

ټول کلي کې به پټې سلګۍ او پر دې کور د جسدونو د موندلو په صورت کې به لوړ غږ اورېدل کېده، هغه نارینه چې «ژړا» د ښځې ځانګړنه بولې، خو په دې منډو کې به يي پرلپسې د پټکې په شملو سترګې پاکولې، ناڅاپه به چیغه شوه:
ـ په قرآن شریف ولاړ يې!

ځوان به یوې خواته شو، لوټې به يی سره واړولې، غلبیل قرآن کریم به يي پاڼې پاڼې را ټول کړ!

دا خیالي داستان نه دی، دا فلمي تصویرونه نه دي، دا زموږ د تېرې دوه لسیزې مبارزې د نږدې هرې شپې او هرې ورځې کیسې دي!

دا تصویرونه موندل، لیکل، ساتل او خوندي کول د هر مسلمان مسؤلیت دی، همدا هڅه مولوي صاحب ضیاءالحق حسان کړې او په لوستو يي سړی پوهېږي چې د دې خونړۍ مبارزې مسلمان سرتېري زموږ د معاصر بدر اتلان دي؛ چې سړی فکر کوي د هر ژوندي سرتېري پر لاسونو پرېوځي، د هر شهید د کورنۍ دروازه ور وټکوې او پر هر هغه کاڼي خوله کېږدې چې د دې مبارکې مبارزې سرښندوی ورته تکیه کړې ده!

دلته تاسې یوازې د جنایاتو زړه خوړونکې ننداره نه کوئ، بلکې دلته د خپلو هغو اتلو مېرمنو اتلولي لولئ چې سړي ته د حضرت خنساء‌ رضی الله عنها شجاعت ور یادوي، بې مبالغې په معاصر تاریخ کې د نړۍ پر مخ د افغان سرښندونکو اتلانو میندې، خویندې او د ژوند ملګرې تاریخ جوړونکې مېرمنې دي؛ دوی وې چې د زرګونو نورو د عزت ساتنې لپاره يي خپلې خوښۍ د رب العلمین په لار کې ايښې وې، دوی وې چې له خپل خاوند، خپل ورور او خپل زوی سره يي د کور ټول بمبار، سرګرداني او ستوماني منلې وه!

شهیدان تر ټولو بریالي خلک دي، خو له دوی وروسته د ښځينه‌و لپاره د ازمويېښت هغه دوره پیلېږي چې له ایمان پرته يي هیڅو ځواک تسلي نه شي کولی؛ تاسې د دې کتاب پاڼې واړوئ، د چک یوه اتله، د جغتو یوه ادې او د سید اباد یوه مسلمانه مېرمن د خپلو قربانیو او ټپونو په اړه څه وايي!

تاسې يې ولولئ، چې څنګه سلامتې کورنۍ تبا شوې، څنګه په ټول کور کې یوازې دوه کلن نارینه پاتې شو، څنګه له ټول کوره یوازې یو په ایران کې مسافر نارینه پاتې کېږي، څنګه یوازې ښځينه د شهیدانو غوښې را ټولوې او څنګه یوه اتله په غره کې له موټرسایکل سره لولپه شوی مېړه د دوو کوچنیو ماشومانو تر مخ سره را ټولوي!

دا کیسې لوستل د تېږي زړه غواړي، تاسې يی پاڼې واړوئ چې څنګه د مدرسې د زده کوونکو په ویښتانو کې منګولې خښېږي، څنګه يي تر مخ د مدرسې دیوالونه نړېږي، څنګه کوچني طالبان د شهیدو ملګرو سرونو ته تر سهار چیغې وهي، څنګه له مدرسې لرې په باغونو کې د زده کوونکو جسدونه موندل کېږي او د یو خونړي سهار په وېرجنه فضاه کې د میدان وردګو مبارکه مجاهد خاوره څه تصمیم نیسي، زه چې څه لیکم تورې تښتي، نه کېږي هغه څه چې زړه کې مې دي، هغه احساس چې د دې کتاب لوستو راکړی له تاسې شریک کړم، ځينې خبرې اوښکې کېږي او بیانولو ته يي ژبې ګونګې شي!

رب عزوجل دي شهیدانو ته جنت فردوس ورکړي، کورنیو ته دي يي عظیم ذات داسې ژوند ورکړي چې تر قیامته د کمۍ احساس ونه کړي، پاتې شویو سرښندویانو ته دي جبار ذات دا توان ورکړي چې له دې قربانیو، دې ستړیو، دې کارنامو او اتلولیو سره ناپامې ونه کړي؛ د مولوي حسان صاحب دي پر ګوتو، کور او اهل برکت وي چې د دې مبارک اثر په چاپ يي پر موږ لوی احسان وکړ!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx