
د ایران بې آبي
حفيظ الدين پيرزاده
د مرحوم داؤد خان تر جمھوریت را وروسته ان د ام ارت تر راتگ پورې موږ بې آبه و.
نه خطا شوم، موږ بې آبه نه و بلکې آب مو الله عزوجل د داسې بې آبه خلکو په زمام کې ورکړی و چې ھغوی ته آب ارزښت نه درلود، چا به د ولس آب د تورو کڅوړو په بدل کې پر نورو پلورہ او چا به د ھیواد د آب مُقدر د دوستم پڅیر سوډر او یا د صالح پشان لنډہ غر په رحم او کرم پورې تړلی و.
اوس ملا صیبان کوښښ کوي ولس مو له نورې بې آبۍ څخه وژغوري خو گاونډیان مو دومرہ بې آبه خلک دي چې په ډیرہ بې آبۍ یې بې آبۍ ته ملا تړلې!
غرب پخپل تیر شل کلن اشغال کې دلته ډیرې پیسې راوړې خو یوہ یې ھم زموږ په ښیرازۍ و نه لگوله!
زموږ پریمانه اوبو زموږ تندہ ماته نه کړای شوہ.
امریکا اوبه خړولې او زموږ گاونډیانو ته یې موکه ورکوله چې زموږ په خړو شویو اوبو کې ماھیان ونیسي او بیا ھماغه زموږ د اوبو ماھیان یې په پیسو را نیول او موږ ته یې پر دسترخوان ایښودل.
مرحوم صاحب شاہ صابر به ویل:
وخت که پر ما د څه احسان کوي نو داسې کوي
مانه څرمن وباسي، ماته ترې څادر جوړوي
پرون راته زما زوړ اشنا وزیر گل زنگ وھلی و، ویل یې: د ھیڅ گاونډي اوبه موږ ته نه راځي، خو زموږ اوبه د ھر گاونډي خیټې ته تزریق کیږي. د ھغوی تولید او تغذیه زموږ پر اوبو دی، موږ د ھغوی آبرو پر ځای کړې نو بیا ھغوی ولې له رئیسي ریسه نیولې تر واړہ سلیمان پورې د کوڅه ډبې ژبې پر کارونې نمک حرامي کوي؟!
ما ورته وویل: د ایران اخوندان د ابن سبأ اولاد دی، په ھر کار کې یې منافقت پټ وي!
تاریخي شواھد موجود دي چې خمیني پر افغانستان د شوروي اتحاد له حملې سرہ موافقه ښودلې وہ.
ھمداراز ایراني لوري د ناټو سرہ د افغانستان په اشغال کې پورہ مرسته کړې وہ او په مقابل کې یې امریکا ورته په سیمه کې پریمانه امتیازات ورکړي و چې یو یې ھم زموږ اوبه وې.
اوس چې اشغال مات شوی، اوسنی حکومت ځان د دې خاورې مالک بولي او د خپل ملکیت ( اوبو ) د مھار ھڅه کوي، نو ایراني اخوندان یې نشي زغملای.
بل مھم لامل ښایي دا وي چې: د ایران اخوندي رژیم له دننه ډیر کاواکه شوی، خپل ولس یې په مقابل کې د پاڅون ھڅې کوي، ھمداسې یو حالت ان د خمیني په ژوند ھم پیښ شوی و چې بیا له عراق سرہ جگړہ ونښتله او د ایران ولس د اخوندانو تر شا ودرید. ھغوی ھم له موکې څخه پر اعظمي گټې اخیستنې د خپل رژیم بنسټونه مضبوط کړل؛ سپاہ پاسداران او نور امنیتي ارگانونه یې ایجاد کړل، خپل سیاسي مخالفین یې پر یو او بل نوم تعذیب، تجرید، بندیان او له منځه یوړل.
اوس غواړي افغانستان سرہ د اوبو پر سر د لانجو او پر پوله د جگړو او نښتو له لیارې ھماغه له عراق سرہ د جگړې زوړ چم تکرار کړي، یانې د اخوندي نظام د پایښت لپارہ د خپل ولس ھمدردي او حمایت یو ځل بیا تر لاسه کړي!
وزیر گل راته کړل: ستا اند تر یو ځایه سم دی خو زہ فکر کوم دا ځل د ایراني اخوندانو پښه غلطې پایڅې کې نښتې دہ، ځکه چې:
۱- د ایران ولس په سیمه کې تر ټولو ھوښیار، متمدن او ځیرک ولس دی، دا ځل به یې پر مذھبي تعصب اخته اخوندان لکه د
ایران_عراق د جگړې پر مھال، و نه شي غولولای.
۲- د ایراني چارواکیو نظر ھم د تشتت او پراگندگي ښکار دی.
د قوماندې ځای یې یو نه دی، ریسي یو څه وایي، د بھرنیو چارو وزارت معین یې بل څه او فوځي چارواکي یې نور څه.
۳- د جگړې لپارہ قوي محرِّک او انگیزہ نه لري، پر پلمو پیل شوې جگړې به یې نه ملت او نه نړۍ ورسرہ ومني.
۴- د ایراني اخوندانو په مخ کې تاریخ پروت دی.
ھغوی پوھیږي چې افغان مجاھد ځواک ته یې مرحوم مشر د گورگین خیلو تر اصفاھانه د ځغلولو وصیت کړی چې ښایي د لویې جگړې د پیل په صورت کې یې ھغوی د پورہ کولو ھڅه وکړي.
د مرحوم صابر په دې شعر کې د متجاوزو ایرانیانو لپارہ څومرہ لوی پیغام نغښتی:
ته څوک يې؟ څه دې نوم دى ؟ څه به ته څه به دې زور وي ددې خاورې د زور خو؛ نه دهلي او نه لندن دى که لاس دې ورته وروړو د زوره به يې خبر شې ګرېوان د پښتون مه ګوره که هر څومره خيرن دى.
د دې په مقابل کې:
۱- د افغانستان د قوماندې مرکز یو دی، د جگړې د جواز لپارہ د افغاني علماو یواځې د رافضي فتوا ورکول، بسنه کوي.
پورہ باور لرم چې که خدای مکړہ جگړہ ونښلي نو د نوري اسلامي نړۍ په ځانگړي ډول عرب علماو تائید او دیني توجیھات به د افغان ځواکونو ملا ور وتړي.
۲- افغانان په ټوله کې خپلو شریرو گاونډیانو دومرہ ربړولي چې که پاکستان یا ایران سرہ جگړہ ونښلي نو افغان ځواکونه به دومرہ په شوق پکې برخه واخلي چې له ناټو سرہ جگړہ به یې په زیري کې ھم نه وي.
۳- افغان حکومت ته پکار دہ چې د حالاتو نزاکت درک کړ.
ولس د ام ارت پر ځینو پریکړو ناخوښ دی، د ایراني اخوندانو په مقابل کې پریکندہ او غوڅ دریځ به د ولس نا رضایتي او گیلې لیرې کړي او یو ځل بیا به یې د موجودہ حکومت تر شا ودروي.
د چارواکیو پر ځای او پر وخت اقدام به د ولس او حکومت تر منځ واټن کم کړي.
خو که د اما ر تي ویاندویانو داسې وضاحتونه رسنیو ته راوځي په کومو کې چې د وطن د عزت او ناموس ساتونکي او د شرعي نظام د استحکام په لار کې سرښندونکي شھیدان وژل شوي بلل شوي وي. نو دا به د نظام او ولس تر منځ د لا لوی واټن لامل و گرځي!
زموږ ویاندویان باید ډیر دقیق و اوسي، ځکه ھغوی په حکومتي چوکاټ کې د ولس د ارادو ممثلین دي. د کلماتو ناسمه کارونه غلط تعبیرونه زیږوي چې جانبي عوارض یې موږ ټول متضررہ کوي!
د وزیر خبرې خلاصې شوې وې، خو زہ لا ھماغسې ورته په سوچونو کې ډوب غوږ وم . ما یې په خبرو کې فکر کاوہ چې ھغه په تیلفون کې را باندې غږ کړ: ھلو،ھلو، لکه چې په لائن کې ستونزہ دہ، زما غږ اورې؟ اواز مې در رسیږي؟!
ما ځواب ورکړ: ھو، زہ دې غږ اورم، آواز دې ھم ښه رسا را رسیږي خو ماته به یې اوریدل او رسیدل یا نه اوریدل او نه رسیدل څه گټه ولري؟
ھیله دہ آواز دې حکومتي مشرانو ته ورسیږي او ھغوی یې واوري!
__________
حفیظ الدین پیرزادہ
د مئ ۲۷/ ۲۰۲۳ م
لندن