
«اسلامي نظام د بشريت د خلاصون یوازينۍ لار»/راپور
حریت فکري روزنه؛ چې حریت چاپي اونیزه، انلاین خپرونې او د غونډو پرلپسې لړۍ لري، پخپله تازه غونډه کې پر «د اسلامي نظام د اقامې او بقا اړتیا» موضوع روزنیز سیمنار وړاندې کړ. (۱۴۴۴/۱۱/۸)
ه دې سیمنار کې چې د لوړو زده کړو وزارت مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه يي وینا وال و، پر اوسني بشري وضعیت، په غیر اسلامي هېوادونو کې د ښځو، ماشومانو او لوړ عمره کسانو پر حالت او له نړۍ نه د اسلامي واکمنۍ له لرې کېدو وروسته پر بشري ناخوالو خبرې وشوې.
ښاغلي خیرخواه وویل پر نړۍ پنځه تنه واکمني کوي او په داسې ډول واکمني کوي، چې انسانیت د حیوانیت پر لور رهبري کوي او په دې کې يي ګټه دا ده چې د دوی پر وړاندې بیا څوک د ولې او پوښتنې ونه درېږي.
نوموړي پخپلو خبرو کې په اروپايي هېوادونو کې «مهربانه مرګ» اصطلاح ته اشاره وکړه چې پکې خلک پخبله خوښه ځان وژني او ډېری د لوړ عمره کسانو لپاره داسې درمل برابرېږي چې له بې هوښۍ وروسته بیا د ژوند څکه ونه کړي.
ښاغلي خیرخواه همدارنګه په نړۍ کې د انساني قاچاق، جنسي بازار، وسلو لاس په لاس کېدو او ګڼو نورو پدیدو ته اشاره وکړه چې محدودو کسانو ته يي سلګونه میلیارده ګټه رسېږي خو بشپړ بشریت د تباهۍ کندې ته ټېل وهي.
هغه په دقیقو ارقامو په غیر اسلامي هېوادونو کې روان وضعیت ګډونوالو ته وړاندې کړ او په پای کې يي د بحث د نتېجې په ډول وویل، د بشري خوندیتابه لپاره، د انسان د ځان، مال، نفس، عزت او کرامت د خوندیتوب لپاره اسلامي نظام یوه شدیده اړتیا ده.
په خبره يي داسې څوک باید حتماً وي چې په دومره شدت دا موضوع یاده کړي چې پر وړاندې يي هیڅ ځواک ونه درېدلی شي.
دا بحث چې لسګونو محصلینو، طالبانو او زده کوونکو پکې برخه اخیستې وه، د پوښتنو او ځوابونو برخه هم درلوده، چې ګډونوالو خپلې بېلابېلې پوښتنې شریک او پر ځواب يي بحث وشو.
حریت فکري روزنه کې د دې سیمنار د دریځ چارې کرامت الله کاون پر مخ وړي، مقدماتي خبرې دادمحمد ناوک وړاندې کړې او په وینا يي د داسې روزنیزو پروګرامونو اړتیا تر بل هر وخت ډېره ده، ځکه خو باید مسؤل او عالم مشران ملګري ورته وخت ځانګړی کړي.
د برابروونکو په وینا يي دوی به ډېر ژر د دې سیمنار بشپړ ویډیويي جریان له خپلو ادرسونو شریک کړي.
فیسبوک: https://www.facebook.com/HuryatAwnizah
یوټیوب: https://www.youtube.com/@huryatawniza
ټویټر: https://twitter.com/AwnizaH
ټیلګرام: https://t.me/HuryatAwniza