نظــر

اوبه يوازې یوه بهانه او ابزار ده!

عبدالرحیم ترین

د آسیا په زړه کې د افغانستان جغرافيايي حياتي ارزښت لرونکي موقعيت ته په کتلو سره، د ګاونډ يو هيواد هم دلته قوي، خپلواک او په پښو ولاړ له هر پلوه په ځان بسيا افغانستان نه غواړي او نه یې زغملی شي.

د سيميزو پوله شریکو مسلمانو ګاونډيو هېوادونو وروستيو څلور لسيزو تاريخ او له افغانستان سره په هره برخه کې تعامل او راشې درشې ته که زير کيږو، نو راته واضحه کيږي چې په هیڅ قیمت او صورت کې ګاونډي هېوادونه افغانستان نه پریږدي چې را پورته شي او که څه هم دوی به په شعاري او نورو تګلارو سره مستقل افغانستان، له ارامتيا سره نارې وهي مګر حقيقت کې يې دلته د خپلو ګټو د خونديتوب يو لاس پوڅي حکومت په لټه کې دي ترڅو له دوی سره د هيڅ، د ملي ګټو او غوښتنو کې مخالفت ونه کړي.

ايران همدې دښمني کې را دانګلي دي او هڅه کوي چې په يو نه يو نوم افغانستان کې واکمن نظام وننګوي او يا د فشار، اخطار او نورو لارو چارو خپلې ګټې پرې خوندي کړي.
اوبه يوه معما نه ده، چې ايران له افغانستان سره دښمني پرې پالي، بلکې اوبه يو ابزار ده چې ايران غواړي افغان حکومت سره د نورو برخو کې د نه تعامل او د پروژو د شنډيدلو غچ او غوسه دلته سړه کړي.

ايران له اوبو ور اخوا افغانستان سره خواره هر اړخیزه دښمني پالي او دا برخې یوازې تر اوبو منحصرې نه دي.

د ۱۳۵۱ ه.ش د افغانستان او ایران د وخت د بهرینو چارو ترمنځ د اوبو پر سر شوې هوکړې کې چې کومې اوبه ایران سره منل شوې ایران له هغه تړون وروسته زیاته او حتا درې چنده زیاتې اوبه ترلاسه کړې دي او یو ستر علت یې د افغان خاورې په سر د یو خپلواک، قوي او مرکزي حکومت نشتون وو.

ایرانیان په دې ښه پوهیږي، چې همدا اوس دوی ته د کړې هوکړې برعکس زیاتې اوبه روانې دي او دا هم مني چې ددې اوبو برخه کې د دوی وروستۍ خبرې او ادعاوې ناسمې دي.
خو ایران له اوبو ور اخوا دلته په هره برخه کې د افغانستان په ځان بسیاتوب او قوي کیدو څخه ویره لري او نه پریږدي چې افغانستان په پښو ودریږي.

له اوبو وراخوا لاندې د ځینو هغو مواردو یادونه کوم چې ایران له مونږ سره مستیقم او غیر
مستقیم پرې دښمني پالي.

فرهنګي برخه یا جګړه:
ایران په تیرو څلورو لسیزو او په ځانګړې توګه په دوو ورستیو د جمهوریت لسزو کې د افغانستان فرهنګي اشغال چاره ترسره کړې ده او که نن سبا د افغانستان میډیا په دقیقه وڅارې په دري برخه کې ټول ایراني کلیمات ګډ دي او دې ورته حتا د افغانستان سترې کتاب خانې د خمینې او د ایراني شاهانو له ژوند لیکونو او یادښتونو څخه ډکې دي، خو د ا ا له راتګ وروسته يې دا چاره له تیرې کابل ادارې سره سقوط شوه او هرڅه يې په اوبو لاهو شول.

مذهبي برخه یا جګړه:
ایران چې په اسیا کې د شعیزیم مدافع او رهبر ځان ګڼي او د همدې ځان خود خواه رهبري له امله په ټوله نړۍ کې د شعیه ګانو غم او درد ورغلی ده او افغانستان هم یو له هغې برخې ده، چې دلته د شعیه ګانو د شتون له کبله یې تیرو شلو کلونو کې په مستیقمه او غیر مستیقمه توګه دا وکلات مخته ووړ، خو دې روافضو هیله دا وه، چې ا ا به شعیګانو سره سم برخورد ونکړي او ازادي به يې ترې سلب کړي، نو دوی ته به بیا د مداخلې او دلته د شعیه ګانو د وکلات زمینه او خپلې شومې موخې به وپالي خو الحمدلله هغسې هم ونشول او ا ا تر بل هرڅه دا موضوع ډیره ښه رهبري او دوی ته یې خپل حقوق ورکړل، خو په اوښیارۍ یې کنټرول هم کړل، د امینت ساتنې ته يې ځانګړې توجو ورته کړې ده او نور وخت ناوخت یې مشران د شعیه ګانو د ا ا له لوړپوړو چارواکو سره وینې.

اقتصادي برخه یا جګړه:
افغانستان او ایران د خدای تعالی لخوا ورکړل شویو طبعي شتمنیو څخه په پریمان برخمن دي، ایران پراخ او نړۍ په کچه تیل لري او افغانستان بیا د څه ناڅه تیلو سره سره د ایران په شان پراخې اوبه او سیندونه لري، چې دا یوه هغه مهمه نقطه ده چې ایران او افغانستان رقابط کې سره ښیکل کوي. د افغان تیلو د استخراج اړوند د چین او افغانستان قرارد، ایران نشې زغملی نن په اسیا کې د تیلو ستر توليدوونکي ډله کې ایران هم شتون لري او اسیا نورو هیوادنو ور اخوا چې د دوی استخراجي تیل ور صادریږي یو افغانستان ده او کله چې مونږ خپل تیل تولید کړو او د ایران د تیلو د خرڅلاو بازار ضعیف کړو ایا ایران به مو دې چارې ته پریږدي؟ نه هيڅکله هم نه.

له دې پورته څو مهمو نقاطو ور اخوا ایران په سیاسي برخه کې، د افغانستان اوسنی بهرنۍ متوزان سیاست نشې زغملای او له امریکا او سعودي سره د افغانستان د اړیکو د نزدیکیت او یا هم عادي کیدل هیڅ ورته د منلو وړ نه دي، دا چاره او اړیکې که مونږ له چین او روسيې سره څومره نږدې شو ایران یې ځان ته خطر نه ګڼي بلکې نور هیوادونو راتګ بیا افغانستان په سولیز توګه ورته د منلو وړ نه ده.

په ټوله کې زما موخه دا ده چې ایران او نور سیمز ګاونډي او نور دلته د قوي او خپلواک افغانستان غوښتنونکي نه دي او په یوه او بله بهانه افغان حکومت له فشار لاندې راولي او یا هم ستونزې ورته جوړوي.

ایران اوبه بهانه کوي، پاکستان ټي ټي پي بهانه کوي، تاجکستان تاجک قوم ته حقوقو نه ورکړه بهانه کوي او افغانستان د نه رسمیت، اخطارونو او نورو ستونزو جوړولو هڅه ښکاره کوي او په پټه خو ډیر څه ترسره کوي خو ناکام دي.

مونږ ته په کار ده، چې ځان قوي کړو، خبرو اترو ته اولیت ورکړو، له جګړې او نظامي برخورد ځان وساتو او تر هغه چې په هوایي قوي ځواک سمبال نشو، له احساساتي کړنو لاس په سر شو، اما په افغان خاورې تیري کونکو ته خو یوه ثانیه هم وخت نه ورکوو، دا مو هم پرون ٌثابته کړې او نن هم.

ایران له اوبو څخه نورې موخې ترلاسه کوي، مونږ باید بیدار اوسو، داسې کړنې او طرحې عملي کړو چې په کور دننه دا ګاونډیان اخته او مصروف کړو او مونږ ترې په امان یو.

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx