
د دعا هيله!
ستاسې دعاګانو ته اړ دی:
زما والد صاحب (حضرت مولانا اول شاه خان) د دوستانو دعاګانو ته اړ دی.
نوموړی د خپل وخت جید متقي، مدرس، مشهور فقیه، مؤلف، مجاهد، ستر مصلح، زحمت کش او خیرخواه عالم پاتې شوی دی.
د هجرت او جهاد په ټولو مرحلو کې يې ډېرې ستونزې ګاللي او د ډېرو اقتصادي او تولنیزو مشکلاتو سره – سره يې لسګونو اولادنو ته د دیني زده کړو زمینه برابره کړې او د ګڼو عالمانو، حافظانو، مجاهدینو سرپرستي يې کړې ده، جزاه الله خیرا.
د حضرت مولانا صاحب روغتيايي حالت د فالج/فلج د پرلپسې حملو له کبله ډېر کمزوری شوی او د دوستانو دعاګانو ته ډېره اړتیا لیدل کېږي.
نوموړي ته د ډېرو عالمانو، حافظانو او شهیدانو د اخروي شفاعت شرف حاصل دی ان شاءالله.
د لایزال رب نه غوښتنه لرو، چې موږ دده د ژوند د خدمت په وروستۍ ازموینه کې بریالي کړي ، د دوستانو د دعاګانو په هیله.
شيخ الحديث مولوي عبدالباقي حقاني
د ازموینې ملي ادارې رئيس