افغانستان

طالبان: نوبهار ته په لاره کاروان مو شاتګ ته اړکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۲۶مه، ۱۳۹۳ل): د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالي کې له څو ورځو راهیسې په هغه موټریز کتار د بریدونو خبرونه ورکول کېدل چې ویل کېږي نوبهار ولسوالۍ ته په لاره وو.

طالبان وايي چې دوی د شینکۍ ولسوالي په ګڼو کلیو کې له څلورو ورځو راهیسې په دې کتار بریدونه کړي دي او پر درنې مرګ ژوبلې سربېره يې تېر مازیګر بېرته شاتګ ته اړ کړ.

د زابل سیمه ایز چارواکي په شینکۍ کې د برید پخلی کوي خو د خپل اکمالاتي کاروان د شاتګ اړوند يې څه نه دي ويلي.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي وايي چې دوی د په دې څلورو ورځو کې د شینکۍ ولسوالي په بېلابېلو کلیو کې پر یاد خورا اوږد کتار کې  چې پر سريې چورلکې هم ګرځېدې، تراوسه پورې تر شلو ډېر عسکر وژلي  او څلور ټانګونه يې له منځه وړي دي.

قاري یوسف احمدي وايي چې دغه کتار د شینکۍ ولسوالي له کرمخېلو سیمې نه بېرته شاتګ ته اړشو او په راده سیمه کې بیا هم د دوی ملګرو پرې بریدونه وکړل چې کتار بېرته شینکۍ ولسوالي ته ننوت.

ویل کېږي چې دا په روان کال کې دویم مرستندویه کتار دی چې له ورته غبرګون سره مخ کېږي.

د زابل ولایت د اوسېدونکو له قوله نوبهار ولسوالي تقریباً سقوط ده، هلته اوسېدونکي څو تنه عسکر او دولتي مامورین په محاصره کې ژوند کوي.

ویل کېږي چې دغه کتار هم دې ولسوالي ته د مرستې او عملیاتو پر تمه روان و. چې له څو ورځني مقاومت وروسته بېرته شاتګ ته اړ شو.

دا په داسې حال کې دی چې تېره شپه نږدې لس بجې د زابل مرکز قلات ته څېرمه په ګرمان سیمه کې هم د پولیسو په یوه پوسته د طالبانو له خوا برید شوی دی.

ویل کېږي چې یاده پوسته له څه مقاومت وروسته د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د طالبانو ویاند قاري محمد یوسف احمدي هم وايي چې د دوی ملګرو تېره شپه په ګرمان کې په یوه پوسته کې درې عسکرځای پرځای ووژل او پوسته يې تر واک لاندې کړه.

د طالبانو ویاند وايي چې دوی له یادې پوستې نه ګڼ شمېر مهمات هم تر لاسه کړي دي.

د طالبانو له لوري رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ویل شوي: «ددښمن یو خفیف ، ۳ کلاشنکوفونه ، ۲۵ جابې ، یو دوربين ،   ۱۱۰۰ دکلاشنکوف مرمۍ اونور مهمات مجاهدینو غنیمت کړل. دوه د ډبرو ماتولو ماشینونه او ۴ کلاشنکوفونه یې وسوځول شول.»

یاده دې وي چې د طالبانو سږني د خیبر په نامه عملیات د پخوانیو هغو پر پرتله خورا زورور تصور کېږي، د پوځي چارو پوهان وايي چې د طالبانو سږنیو عملیاتو دا وښوده چې دوی د پراخو ډله ایزو بریدونو توان هم لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x