
شعـــــرونه
جانانه ستا کړې وعدې به نورې نه یادوم/ ذاکر
مولوي محمد هاشم ذاکر
جانانه ستا کړې وعدې به نورې نه یادوم
د انتظار ستومانې شپې به نورې نه یادوم
ښه ده چې ستا په ځوانه مينه کې له تندې مړ شم
ساقي پیالې او ميخانې به نورې نه یادوم
زموږ په برخه کې تقدیر دي شبګیرې لیکلي
لمره نو تا او دا سپېدې به نورې نه یادوم
نور مې په زړه کې ستا د بیا ليدلو هیلې مړې شوې
الله دې وبخښي دا مړې به نورې نه یادوم
پر زړه به غټه تیږه کېږدم بیا به نه درځمه
دا ستاسو کلی او کوڅې به نورې نه یادوم
هغه چې ما به ستا د عشق کیسه کوله ورته
هغه سلګۍ هغه ډېوې به نورې نه یادوم
کړم به لمنه کې را ټول د بېلتانه دردونه
ذاکره اوښکې مېلمنې به نورې نه یادوم