
افغانستان کې د شعر، شاعري لړۍ ته کتنه او ځینې خبرې…..!
خالق یار احمدزی
هسې خو په پښتو ژبه د مشاعرو یا ادبي شعر پروګرامونو لیکلې تاریخچه شتون نه لري، ویل کیږي، چې د پښتو د ادبي بحثونو لومړنۍ غونډې کندهار کې د شاه حسين هوتک د حکومت په دور (۱۷۲۵-۱۷۳۷ م) کې د “ادبي دربار” په نامه پېل شوې دي.
ویل کیږي چې هغه په اوونۍ كې يوه ورځ د خپل وخت ډېر لوى علما، شاعران او اديبان را بلل او هلته به یې د ادبي بحثونو ترڅنګ، هغوی خپل كتابتون ته سوق کول؛ شعرونه به يې اورېدل او ادبي مجلسونه به يې كول.
د همدې ټولنې په بركت او ددې پاچا په امر د پښتو قيمتي زیور «پټه خزانه»کتاب هم وليكل شو او نور ډېر كتابونه په پښتو كې پيدا شول.
شاه حسين پخپله هم د پښتو ژبې ښه شاعر وو، پر ملي وزن يې خواږه شعرونه ويل او ناستو کسانو به ترې خوند اخیسته.
د پټې خزانې له برکته د پښتو ادبياتو د تاریخ ډیرې ورکې پاڼې او نامتو څیرې رابرسیره شوې او دا څرګنده شوه چې پښتو ژبه لرغوني ادبيات لري.
د پټې خزانې تر چاپه پورې داسې ګومان کیده چې پښتو ادب له خوشال بابا او رحمان بابا څخه راپیلیږي، په داسې حال کې چې پټې خزانې څرګنده کړه چې پښتو ادب ډېر پخوانی تاريخ لري؛ اساساً پټه خزانه له (۱۰۰) هجري ق. کال څخه بیا تر (۱۱۰۰) هجري پورې د پښتني فرهنګ بیلابیلې تاریخي دورې په ځان کې رانغاړي له همدې پلوه ټول هغه متون چې په پټه خزانه کې ثبت شوي د خپل وخت له پلوه د بیلابیلو منځپانگو لرونکي دي.
خو تر شاه حسین وروسته دا لړۍ یوځل بیا تته شوه، بیا پښتو ادب ته دومره پام ونه شو، یواځې به په کلیوالي حجرو کې د ودونو پرمهال ولسي شاعران راټولېدل، مجلسونه به يې کول، چاربيتې اؤ ټپې به يې ويلې او يا به يې د في البديهه شعري مقابلې کولې.
خو په پښتو ادب کې دا آسمان همداسې وریځ پاتې نه شو،بلکې د کال ١٩٣٦م پرمهال، په کابل کې د پښتو ټولنې په نامه خوځښت پیل شو، هغوی د پښتو ژبې علمي پانګه زياتول، پښتو کې له خارجي ژبو څخه غوره علمي او ادبي آثار ژباړل او د هغه خپرول، پښتو د دفتر ژبه ګرځول، د پښتو ادبي، تاريخي، کلتوري او نور قلمي او شفاهي آثار ټولول او خپرول، لکه زاړه ديوانونه، لنډۍ، متلونه، افسانې، فولکلور او یو لړ نور کارونه تر سره کړل.
له همدې ځایه وه، چې د کابل مجلې پرله پسې خپریدل پیل شول؛ د کابل کلنۍ، د مختلفو کتابونو خپرول، د زېری جريدې خپرول، د دايره المعارف ترتیب او خپریدل، ، د هېواد جريدې خپرول، د راز راز مشاعرو ترتيبول او د علمي سيمينارونه جوړول پیل شول.
په شعري برخه کې:
که په لویه کې وګورو، تیرو پیړیو کې یو شمیر شاعرانو خپل شعر د روزي ګټلو، ځینو د خپل تخیلاتو د ترسیم، ځینو بیا د خپل قام او ولس د غږ پورته کولو، ځینو د جګړییزو حماسو د پیاوړتیا او نورو هم خپلو اړوندو شاهي دربارونو ته د چاپلوسي او تملق لپاره خپله دغه ملکه کارولې ده.
شعر لیکل، شعر ویل یواځې د قافیو مساوات نه؛ بلکې ریښتینی هوډ، سپیڅلې انګیزه او له هغه څه سره چې په هکله یې کرښې ترسیموې، واقعي مینه، علاقه غواړي او یواځې د الفاظو تخیلاتي جوړښت ته هم شعر نه ویل کیږي.
داچې اوس وخت کې هر کسکرخان، د خوشال خان په څادر کې ځان نغښتی او یا هم ځینې بدنصیبه فکري اسیران د سجاد عبدالحکیم جرسونه زنګوي، لامل یې دا ده چې دغې برخې ته هغه پاملرنه چې پکار وه، نه ده شوې.
مونږ که په ولسي مشاعرو کې د شاعرانو شعري نیوکې ونه زغموو او هرڅه سانسور وساتو، نو به مو فرهنګ او ادب زیندۍ کړی وي بیا ورته کومه تمه نه ده پکار…!
بلخوا که وګورو، لا هم مونږ په فکري او فرهنګي ادب کې د کره کتنې یوه داسې منظمه او کدري اداره نه لرو، چې هم مو نوی پنځیدونکی ادب له غلبیل تیر کړي او هم مو ټولنې ته ریښتیني ادیبان ور وپیژني. د همدې بې بندوباره بازار له امله مو اوس زلمي شاعران نه په هغه کچه هنري مطالعه کوي او نه له فیس بوکه وځي اوس ټول شاعران دي او یوازې په فیس بوک کې د یو بل شاعري لولي.
که له شعرونو یې مقطعې لرې کړې د ټولو شاعري یو شان ده او دا پته نه لګي چې کوم شعر د کوم شاعر دی.
ددې پر ځای چې د جهاد د وخت فکري فرهنګپاله څیرې وستایل شي، لا هم څنډې ته پریښوودل شول؛ مونږ نه وایو چې ټول دې حکومتي اقتدار ته راشي؛ حد اقل اعزازي ایوارډ، اعزازي معاش او یا هم لږ تر لږه د هغه ویل شوې تیت پرک ترانې، جهادي شعرونو ته خو دې یو آرشیف جوړ شي.
مونږ چې دا مهال په کلتور وزارت، ارګ او ملي تلویزیون کې د ترنم او ترانو درې ریاستونه لرو، خو نوموتي جهادي فرهنګیان مو لا هم بې پوښتنې، خپه او څنډې ته بې څوک ناست دي او د جهادي ادب لیکوالان، شاعران او غزلبولي مو یو ډول د رقابتونو ښکار دي، نو هیلې نشته چې دا برخه هغسې زرغونه شي، څومره چې اړتیاوې ورته په لمن پرتې دي.
مونږ په ځینو ولایاتو کې یو شمیر ملي او عنعنوي مشاعرې یا ادبي غونډې لرو، د غونډو کمیت باندې چې څومره کار کیږي، کیفیت ته یې هومره پاملرنه نده شوې له انانسرانو نیولې، بیا د شاعرانو او ترانه ویوونکو تر غوراوي پورې؛ هر څه د استعداد لمخې نه، بلکې یا د هغه شناخت، منصب او یا هم د هغه ګټلي نوم ته په کتو ټاکل کیږي؛ هغه کس چې یو څه رش یې جوړ کړی وي او ځینې ټوکو ټکالو ته یې قافیوي سجعې ور برابرې کړې وي، د دوی په آند لوی شاعر او نومیالی ادیب دی.
مونږ وایو:
ترانه ویونکي باید لومړی لاس وړ او مستعد خلک وي او شاعران مو هم باید هغه نینیدلي زر وي، چې هم د نظام استحکام ته خلک ښه وهڅوي؛ هم په نظام کې شته ناخوالو ته په خپل شعري پوښ کې ښه اصلاحي انځور ورکړي او هم د شعر له مغز څخه شعور ځیرتبا ولري.
مشاعره یواځې د ګلانو د غوړیدو پرمهال د خلکو راټولول نه؛ بلکې له داسې غونډو لویه موخه د پښتو ادب پیاوړتیا او د مختلفو کتابګوټو او نورو فرهنګي آثارو ترتیبول یا نندارې ته وړاندې کول وي او هره فرهنګي غونډه باید هر اړخیزه کلتوري بڼه ولري.
اوس د حماسو وخت تللی، شاعر دې ولس ته د مینې، علم، دین پرورۍ، وطن دوستۍ ھنر، سولې او د یووالي پیغام ورکړي.
په آخر کې پر شاعرانو ملګرو غږ کووم چې د ادب د ارتقا په برخه کې په زړو خښتو نوې خښتې کیږي او نوي هنري عمارتونه جوړ کړي څو مو ټولنه کې د ادب نوي څپرکي پرانیستل شي.