ادبي لیکني

تبلیغ د پیغمبرانو له لوري د الهي احکامو د نفاذ لومړنی ګام

نن ټکی اسیا ( شنبه، غبرګولي۱۴، ۱۴۰۲ل): (حریت فکري روزنه) چې د انلاین او چاپي خپرونو تر څنګ د عامه ذهنیت جوړولو په پار د اونیزو ناستو امتیاز هم لري، دا اونیزه ناسته يې د عادل په ویندويۍ د کلام الله په مبارکو ایاتونو د قاري قیس احمد له لوري پیل شوه. (۱۴۴۴/۱۱/۱۱)
انعام الحق انصاري د راپور په اورولو سره ګډون وال چې پکې د پوهنتون محصلینو، طالبانو، د ښوونځیو زده کوونکو او د نظر خاوندان موجود و، د تېرې ناستې له حاله خبر کړل.
ورپسې ښاغلي اکرام الدین هڅاند د ( د دعوت اصول) پر موضوع بحث او خبرې شروع کړې، هغه وویل، د تبلیغ لفظ نوی لفظ نه دی؛ بلکي دا د حضرت ادم علیه السلام له پیدایښت څخه شروع د پیغمبري د ظهور او په ځمکه کې دالهي احکامو د نفاذ لومړنی ګام دی.
دعوت او تبلیغ د الله جل جلاله احکاموته خلک را بلل او تر خلکو رسول او په ټولنه کې پلي کول دي، څو خلک د هغه څه پیروي وکړي چې د دوی خالق جل جلاله یې غوښتنه کوي.
هغه په ټولنه کې د تبلغ ارزښت او د دې لوی مسؤلیت تر سره کولو ته په کتو د الهي نصوصو په ذکر کولو سره وویل، الله جل جلاله پیغمبران پر دې امر کوي چې د نیکۍ لور ته په حکمت او حکیمانه اسلوب سره بلنه وکړي او په دې لاره کې له سختي کولو ډډه وکړي، چې خلک الهي احکام پلي او د یو الله جل جلاله بندګي ته غاړه کېږدي.
هغه د دعوت اصولو ته په کتو وویل، چې د داعي لومړنی هدف باید د الله جل جلاله رضا او د الهي احکامو معرفيکول وي او په دې برخه کې داعي باید هیڅ دنیوي مشکل د الهي احکامو له دعوت څخه را و نه ګرځوي او هغه څه چې دی یې له خلکو غواړي لومړی باید پر خپل ځان عملي کړي.
په ورته وخت کې ښاغلي هڅاند د (حریت اونیزي) له کاري ټیم څخه د مننې تر څنګ پر ګډون والو غږ وکړ چې له شته امکاناتو او داسې فکري ادرسونو له لارې دي د ځوان نسل د اذهانو په تنویر کې برخه واخلي، چې نوی نسل د پردیو فکرونو له ضرر څخه په امن او په اسلامي روحیه سمبال وروزل شي.
د ناستې دویمه برخه ازاده مشاعره وه چې ګډون والو پکې خپل او انتخابي شعرونه واورول او د کرامت الله کاون تر څنګ د صبغت الله ځلاند او عادل ترنمونو مشاعره لا ښکلېکړه.
وپتېیل شوه چې راتلونکې ناسته کې به د دریځ چارې صبغت الله ځلاند پر مخ وړي او «د استقلال ارزښت او اړتیا» موضوع باندې قاري فرید الله عرفاني خبرې لري.
فیسبوک: https://www.facebook.com/HuryatAwnizah
یوټیوب: https://www.youtube.com/@huryatawniza
ټویټر: https://twitter.com/AwnizaH
ټیلګرام: https://t.me/HuryatAwniza

راپور: کرامت الله کاون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx